د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، ډرون بریدونو ډېر لږ ولسي وګړي وژلي


امریکا: نبیله رحمان نهه کلنه د خپلې نیابي بي مماڼې تصویر خپلې مخې ته اېښی، چې په قبایلي سیمو کې امریکايي ډرون برید وژلې وه. هغې د واشنګټن کېپیټل هیل کې دا تصویر د خبري کنفرانس پر مهال وښود.
امریکا: نبیله رحمان نهه کلنه د خپلې نیابي بي مماڼې تصویر خپلې مخې ته اېښی، چې په قبایلي سیمو کې امریکايي ډرون برید وژلې وه. هغې د واشنګټن کېپیټل هیل کې دا تصویر د خبري کنفرانس پر مهال وښود.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، د بشري حقونو فعالان اوس هم په ډرون بريدونو کې ولسي وګړو ته اوښتې زيانونه يو جدي مسله ګڼي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په پاکستان کې د امريکايي ډرون بريدونو په اړه يو مقاله خپره کړې چې ليکي، د پاکستان د حکومت د تازه شمېرو له مخې د دغه هیواد پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې تر هغه خورا لږ ولسي وګړي وژل شوي چې مخکې يې اعلان کړی ول.


نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، د پاکستان د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ د هيواد پارليماني غړو ته په مالوماتي غونډه کې وويل چې د بې پېلوټو الوتکو د حملو یوازې درې فیصده تلفات ولسي وګړو ته اوښتي دي. وزارت ويلي چې د ۲۰۰۸م کال راهيسې ۳۱۷ ډرون بريدونه شوي دي چې ۲۲۲۷ کسان پکې وژل شوي چې ۶۷ يې ولسي وګړي دي. دا شمېر ښيي چې په دې بريدونو کې د وژل شوو ولسي وګړو کچه درې فيصده ده او دا تر شمېر تر هغو ډېر کم دی چې مخکې د پاکستان حکومت او خپلواکو سازمانونو اعلان کړی و.

ورځپاڼه ليکي، په دا تېرو ورځو کې د ترهګرۍ پر ضد او د بشري حقونو په ملاتړ د ملګرو ملتونو يو ځانګړې استازي بېن ايمرسن ویلي و چې د پاکستان حکومت راپور ورکړی چې د ۲۰۰۴م کال راهيسي له کله چې په پاکستان کې ډرون بريدونه پېل شول، ۴۰۰ کسان وژل شوي دي. نوموړي ويلي چې دا ډېره اهمه ده چې پاکستان اوس خپل ريښتنی دريځ څرګند کړی.

ورځپاڼه زياتوي، که څه هم ډرون پروګرام پټ ساتل شوی او د اوبامه انتظاميې هيڅکله په دې کې د ولسي وګړو د وژنو په اړه سرکاري اندازه نه ده ښودلې خو د امريکا استخباراتي ادارې سي آی اې او نورو ادارو ټينګار کړی چې دا بريدونه ډېر کره وي او په ډېر کم شمېر کې يې ولسي وګړي وژلي دي. بلخوا ته د پاکستان د پوځ او حکومت لخوا له ډرون بريدونو سره د ښکاره مخالفت سربېره د رسنيو لخوا د ځينو راپورونو د افشا کېدو او د ځينو نورو شهادتونو له مخې دا څرګنده شول چې دوی هم د ځينو ډرون بريدونو په اړه ورسره موافق ول.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، د بشري حقونو فعالان اوس هم په ډرون بريدونو کې ولسي وګړو ته اوښتې زيانونه يو جدي مسله ګڼي. د بخښنې نړيوالې ادارې په خپل تازه راپور کې هم د پاکستان پر قبايلي سيمو د امريکايي ډرون بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ځينې بريدونو يې جنګي جنايتونو ته ورته بللي ول. خو د پاکستان د حکومت نوي شمېرې ښيي چې په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۲م کال او روان کال کې په تر سره شوو ډرون بريدونو کې هيڅ ولسي وګړی نه دی وژل شوی.
XS
SM
MD
LG