د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني: د وژل شوو افغانانو د خپلوانو شکایت اورېدنه


د جرمني یوه عدالت پرون پر چارشنبه په افغانستان کې د ناټو الوتکو په بمبارۍ کې د ۹۱ وژل شویو ولسي افغانانو د خپلوانو پر شکایت غور پیل کړ.

د بون د سیمه ییز عدالت ویاند فليپ پريټزي د چارشنبې پر ورځ وویل، چې دې عدالت د ۲۰۰۹ کال د سیپټېمبر پر څلورمه نېټه په دې بريد کې د ښکېلو دوو امریکايي الوتکو لخوا ثبت شوې ویډیو هم وکتله.

يو جرمن پوځي کرنل د بمبارۍ حکم له هغه وروسته له دې وېرې ورکړی وو، چې کېدای شي وسلوال دوه تېښتول شوي د تېلو ټانکرونه د دوی د پوځیانو پر ضد برید کې و نه کاروي.

په بمبارۍ کې اکثره وژل شوي کسان عام وګړي ول.

جرمني د هر وژل شوي کس خپلوانو ته پنځه زره ډالره تاوان ورکړی خو په هغوی کې یو شمېر کسان د نور تاوان غوښتنه هم کوي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG