د لاسرسي ځای

شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز ولګول شو


د شمالی وزېرستان پولېټېکل انتظاميې ویلي، له بېګا راهیسې تر سبا پورې به په ټول شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز (کرفیو) وي.


دا خبره د پولیټکل انتظامیې چارواکو تېره شپه مشال راډیو ته وکړه.

چارواکو ویلي چې ولس دې په دې دوران کې سړکونو ته نه راوځي او که یې له کرفیو سرغړونه وکړه نو د چارواکو په وینا، د تاوان به په خپله ذمه وار وي.

د پولیټکل انتظاميې چارواکو د دې ګرځبندیز وجوهات نه دي ښودلي.

په شمالی وزیرستان کې د هر اتوار په ورځ کرفېو لګېږي خو د نن او سبا لپاره دا کرفیو په ناڅاپي توګه لګول شوې ده.
XS
SM
MD
LG