د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پلاوی به ډېر ژر له ملا برادر سره وویني


لندن: د برتانیا وزیراعظم ډېوډ کیمرن، د پاکستان وزیراعظم نوازشریف او افغان ولسمشر حامد کرزی
لندن: د برتانیا وزیراعظم ډېوډ کیمرن، د پاکستان وزیراعظم نوازشریف او افغان ولسمشر حامد کرزی

د برتانوي وزیراعظم دفتر وايي، په غونډه کې درې واړه مشرانو ( ډېوډ کیمرن، نوازشریف او حامد کرزي)وویل چې په افغانستان کې امن د ټولې سیمې په ګټه دی

افغانستان وايي مرکچیان به یې ډېر ژر پاکستان ته ولاړ شي چې د طالبانو پخواني کمندان ملا برادر سره وویني.


د چارشنبې پر ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له دفتره په جاري شوې یوه بیانیه کې راغلي چې د افغان سولې عالي شورا پلاوی به ډېر ژر په نزدې راتلونکې کې له ملا برادر سره د خبرو لپاره پاکستان ته ولاړ شي.

د سېشنبې پر ورځ د افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف تر منځ په دې اړه یو تړون وشو.

ملا برادر تر ۲۰۱۰م کاله په پاکستان کې تر نیول کېدو وړاندې د طالبانو دویم مشر وو، او د ۲-۱۴م کال تر پایه له افغانستان د نړیوالو ځواکو تر وتو مخکې د امن خبرو اترو پیلولو لپاره د هغه رول ته په ډېره مهمه سترګه کتل کېږی.

پاکستان په سیپټمبر میاشت کې د ملا برادر د خوشې کولو اعلان کړی وو، خو هغه لا هم د پاکستانیو چاروکو تر نژدې څار لاندې دی. افغانستان په کلونو کلونو د ملا برادر د خوشې کولو غوښتنه کوله.
د افغان سولې بهیر په ګډه پر مخ وړو

د افغانستان ، پاکستان او برتانیا مشرانو ویلي ، د افغان حکومت په مشرۍ کې به د سولې پروسه پر مخ بیايي.

دا څرګندونې پرون ناوخته په لندن کې د هغې غونډې پر مهال شوې دي چې د برتانیا وزیراعظم ډېویډ کېمرون یې کوربه وو.

په غونډه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم ګډون درلود.

د برتانوي وزیراعظم دفتر وايي ، په دې غونډه کې درې واړه مشرانو وویل چې په افغانستان کې امن د ټولې سیمې په ګټه دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي د دې ترڅنګ د اسلامي اقتصادي غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل ، افغانستان د اربونو ډالرو ارزښت لرونکې طبعې زیرمې لري. او زیاته یې کړه چې افغانستان د بېلا بېلو لارو خپل اقتصاد پیاوړی کوي، او په دې برخه کې زیاته پاملرنه کرڼیز اقتصاد ته ګرځولې چې د افغانستان ۶۰ فیصده وګړي پرې تکیه لري.

د افغانستان ، پاکستان او برتانیا ترمنځ د روان کال په فروري کې هم داسې غونډه شوې وه چې هدف یې په افغانستان کې د سولې لپاره هلي ځلي کول وو.
XS
SM
MD
LG