د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: سږ کال د زڼغوځو بیې رالویدلي دي


په خوست کې د زڼعوځو سوداګر وايي، سږ کال د یادې وچې میوې بیې لویدلي دي او دوی مجبوره دي، چې څرنګه يې بهرني سوداګر غواړي په هماغه ډول يې پرې وپلوري.

په خوست کې د زڼغوځو سوداګر وايي، چې د نورو کالونو په پرتله سږ کال د زڼغوځو بیې ټیټې دي، دوی غوښتنه کوي که چیرې افغان حکومت بهرنیو هېوادونو ته له دې ځایه د زڼعوځو د صادرولو او تجارت زمینې برابرې کړي، نو په خپله حکومت او افغاني سوداګرو ته به يې ګټه څو برابره ډېره شي.


د خوست ښار د ازادۍ مینې تر څنګ ډاګ ته د لويې پکتیا د بیلابیلو سیمو خلکو په خروارونو د زڼعوځيو غوټې راوړي تر څو د خوست په ګرمۍ کې دا غوټې وچې شي، بیا یې وټکوي او زڼعوځي يې په خوست یا بنو کې پر سوداګرو وپلوري.

په خوست کې د زڼعوځو سوداګر وايي، سږ کال د یادې وچې میوې بیې لویدلي دي او دوی مجبوره دي، چې څرنګه يې بهرني سوداګر غواړي په هماغه ډول يې پرې وپلوري.

هغوی مشال راډیو سره په خبرو کې وړاندیز کوي، که چیرې د زڼعوځو د پروسس له پاره د افغانستان په دننه کې فابریکې جوړې شي او بهرني سوداګر يې دلته راونیسي یا مستقیماً د نورې نړۍ بازارونو او مارکیټونو ته له دې ځایه صادر شی، خلکو او افغان حکومت ته به يې د اوس په پرتله ګټه څو برابره ډېره شي.

د زڼغوځو یو تن سوداګر د یاد کار و بار په اړه خپل مالومات مشال راډيو سره داسې شریکوي:

((زه ګلی نومیږم او د پکتیکا د ګیانې اوسیدونکی یم، زڼغوځي د افغانستان په غرونو کې کیږي، په څمکنیو کې، د ځدراڼو په غرونو کې په ټولو غرنیو منطقو کې کیږي، دا غوټۍ دانه له نهو روپیو نیولې بیا تر دوولسو روپیو پورې يې اخلو، بوجۍ يې هم اته زره، نهه زره تر لسو زرو روپیو پورې اخلو، تجاران يې اخلي، څوک يې دلته خرڅ کړي او څوک يې هم په پاکستان کې خرڅ کړي، تر سلو ځلو مو زیات حکومت ته ویلي، چې زڼغوځي قیمتي شی دی، یو من يې پنځوس زره، شپیته زره تر اتیا زرو پورې خرڅیږي، په چار دا وه چې دلته ورته یو مارکیټ جوړ شوی وای، خرید د بهر ملکونو له پاره په خپله له افغانستانه کیدای.))

د قادر خان په نوم د زڼعوځو یو تن سوداګر وايي، چې په افغانستان کې د زڼعوځو د خرڅانه له پاره د مارکیټونو نه شتون د دې لامل شوی، چې بهرني سوداګر يې په خپل زړه له موږه څخه راونیسي، له همدې کبله ډېر کله يې زموږ سوداګر په دې تجارت کې د ګټې پر ځای تاوان کوي:

خوست: سږ کال د زڼعوځو بیې رالویدلي دي
د شېر په نوم یو تن اتیا کلن سپین ږیری، چې له ډېره وخته د زڼغوځو تجارت کوي وايي، چې د مناسبو ځایونو او مارکیټونو د نه شتون له کبله اوسمهال د یادې وچې میوې بیې ټیټې شوې دي، هغه وايي که دې کار سوداګرۍ ته د هېواد په دننه کې زمینه برابره شي، نو ټوله ګټه به يې د افغانانو شي:

((دلته مو د زڼغوځیو غوټې راوړي دي، قیمت يې ورور جانه په اول کې اتیا زره وه اوس یې بیه شپیته زره ده، له حکومته مو دا غوښتنه ده، چې دوی دې په خپله موږ ته تجاران راوغواړي، چې منډايي مو هم خپله شي، محصول به مو هم خپل شي، کمیشن به مو هم خپل شي او ګټه به مو هم خپله شي.))

د عبدالله په نوم د ګیانې ولسوالۍ اوسیدونکی اندیښنه څرګندوي، چې اوس هم د ځدراڼو د ولسوالیو په غرونو کې د زڼغوځو ونې وهل کیږي، همدارنګه نوموړی وړاندیز کوي، چې د زڼغوځیو د ونو د نباتي ناروغیو د مخنیوي له پاره هم باید حکومت مرسته وکړي:

((بعضې خلک دي، چې د زڼغوځیو غرونه لنډوي، ځکه چې هغوی هلته په پاکستان کې اوسیږي، دلته راشي بس غر خرڅ کړي، غرونه لنډ کړي او ونې کټ کړي، بیا بېرته ولاړ شي، پیسې له ځانه سره یوسي، په دې باندې باید پایبندي ولګیږي، چې دا غرونه کټ نه شي، بل باید بار بار د ځنګلونو او ونو معاینه وشي که چینجۍ کوي یا بل مرض کوي، چې مخه يې ونیول شي.))

د نظر خاوند زاهدشاه انګار زڼعوځي د افغانستان مهمه وچه میوه ګڼي او د یادې میوې د سوداګرو د نظر په تائید وايي، چې که زڼعوځو پروسس او صادرول له دې ځایه ترسره شي، ګټه به يې ډېره شي:

((زڼغوځي یا جلغوزي، چې د لویې پکتیا همداشان کنړونو، نورستان او ځینو نورو ولایتونو له مهمې وچې میوې څخه شمېرل کیږي، که چیرې په خوست او هغه ولایتونو کې چې زڼغوځي په کې کیږي ورته لوی مارکیټونه جوړ شي، د دې له پاره چې دا وساتل شي او دلته يې سوداګر راونیسي، همدارنګه د دې د پروسس او بسته بندۍ له پاره فابریکې جوړې شي، نو که دا میوه چین ته ځي او که عربي هېوادونو ته او که اروپا او امریکې ته ځي باید د دې ځای نه صادر شي، نه دا چې دا یو ځل له موږه د خامو موادو په حیث بنو ته ولاړ شي او بیا د پاکستان له لارې چین او نورو هېوادونو ته صادر شي.))

د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالی روان مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې مني، چې تر اوسه په خوست او هغه ولایتونو کې چې هلته د زڼغوځيو حاصل لاسته راځي په منظم ډول د پروسس او بهرنیو مارکیټونو ته د صادرولو له پاره څه نه دي شوي، خو تر دې وروسته به ځايي اداره د سوداګرو سره په همکارۍ کې دې کار له پاره عملي اقدامات تر سره کړي:

((ولایتي ادارې د زڼغوځو د منظم پروسس له پاره، د تولید له پاره او د دنیا مارکیټونو ته د صادریدو له پاره کار روان کړی دی، سوداګرو هم په دې وروستیو کې د درې میلیونه ډالره پانګې اچونې چمتووالۍ ښودلی دی، ولایتي ادارې هغو سوداګرو ته چې د جلغوزو د سوداګرۍ کار و بار لري، هغو ته ځمکې په اختیار کې ورکړي او دوی له پاره د هغو لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې اساسي همکاري وکړو.))

د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې د خوست د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا د تڼیو په غرونو کې د زڼغوځو د نیو نیالګیو د کینولو کار پیل شوی، چې تمه کیږي په دا ډول فعالیتونو سره به د زڼعوځو تولید او کار و بار ښه شي.
XS
SM
MD
LG