د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اسفندیار خان لګېدلي تورونه تش یو افسانه ده


د خیبر پښتونخوا پخوانی وزیر اعلا امیر حیدر خان هوتي
د خیبر پښتونخوا پخوانی وزیر اعلا امیر حیدر خان هوتي

حیدر خان هوتي وویل، هر څوک چې د اې اېن پي حکومت پر پخوانیو وزیرانو د کرپشن تور لګوي، نو هغوی دې عدالت ته ثبوتونه وړاندې کړي،

د خېبر پښتونخوا پخواني وزیراعلا امیر حیدر خان هوتي د خپل پلار سېنېټر اعظم خان هوتي هغه تورونه ردکړل چې ویلي ول د ۲۰۰۸م کال تر انتخاباتو مخکې د عوامي نېشنل پارټۍ مشرانو د پښتنو پر سودا کړې.


حیدر خان هوتي وویل، چې د هغه پلار بې ځایه تورونه لګوي، او دا یوازې او یوازې ذاتي مسله ده، هر کور او کورنۍ مسله لري، هغه که سیاسي وي، یا غیر سیاسي، نو د ده پلار هم د ذاتي او کورنۍ لانجې پر سر بې ځایه تورونه لګوي. او دغه ډول ستونزه زموږ په کورنۍ کې هم له ډېره وخته راروانه وه. او لا روانه ده. زموږ د کورنۍ ټول کسان یوې خوا ته دي، او پلار مو بل لوري ته دی. او ما هغه ته څو ځله وویل، خدای دې نه کړي چې زموږ دغه مسله مو پر دوو لارو ونه وېشي، او همداسې وشول. او هغه ستونزه تاسو ټولو ته مالومه ده.

اسفندیار ولي خان نه یوازې د عوامي نېشنل ګوند مشر دی، بلکې هغه د یو چا پلار دی، د یو چا ورور دی، د یو چا ماما دی، او زموږ د کورنۍ دغه لانجه هغه ته مالومه وه، او ده راته وویل، کوښښ وکړی چې خپله مسله لومړی په کور کې حل کړی، او که نه شوای کېدای به چې ستاسو څه فیصله وی، زما به هم هغه وي. او داسې ګړۍ راغله چې موږ له خپل پلار سره تر یوه چت لاندې نه شو اوسېدلای. او زموږ پلار ذاتي مسله یوه سیاسي مسله جوړه کړه. او په هغه کې یې سرا سر ناوړه او بېځایه تورونه لګول. او بیا پر اسفند یار ولي خان صاحب داسې تورونه لګول چې هغه د دې عهدې وړ او مستحق نه وو. او د کورنۍ د ځینو نورو غړو په اړه خبرې کولې چې هغوی اوس مړه دي.

حیدر خان هوتي وویل، هر څوک چې د عوامي نېشنل پارټۍ پر پخواني حکومت تور لګوي، چې هغوی درغلي یا کرپشن کړی دی، نو زه هغوی ته وایم، که د پارټۍ وزیرانو کرپشن کړی وي، نو هغه د له ثبوتونو سره عدالت ته وړاندې کړي، چې ریښتیا ریښتیا او درواغ درواغ ټول مالوم شي. د ده په خبره زه هغه ټولو ادارو، مرکزي او صوبايي حکومتونو ته بلنه ورکوم چې پر عوامي نېشنل پارټۍ د لګېدلو پلټنه وکړي.

د حیدر خان هوتي په خبره دا تشه یو افسانه ده نور هېڅ نه دي.

د یادونو وړ ده چې د عوامي نېشنل پارټۍ یو پخواني مرکزي مشر او سېنېټر اعظم خان هوتي د عوامي نېشنل پارټۍ پر مشرانو او پتېره پر اسفندیار ولي خان او افراسیاب خټک تور پورې کړی وو چې هغوی د پښتنو د سر سودا کړې او له امریکا یې په میلیونونه ډالر اخیستې دي.
XS
SM
MD
LG