د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکي ټونل پرانستلو اسیا او اروپا ونښلوله


دا ټونل ۱۳ اعشاریه ۶ کیلومیتره اوږد دی او یو اعشاریه ۴ کیلومیتره تر سمندر لاندي تیرشوی دی.

ترکي نن پر سېشنبه د اورګاډي پټلۍ یو اوږد ټونل پرانستلو چې اسیا او اروپا سره نښلوي.
چارواکي هیله من دي چې پر دې ټونل به په ورځ کې ۱۵ لاکه کسان تګ راتګ کولای شي او د هغو دوو پلونو له پاسه به د موټرو ګڼه ګوڼه کمه کړې چې دا مهال د استنبول ښار اروپایي او آسیایي برخي سره نښلوي.


دا ټونل ۱۳ اعشاریه ۶ کیلومیتره اوږد دی او یو اعشاریه ۴ کیلومیتره تر سمندر لاندي تیرشوی دی.
ترکي چارواکي وایي، دا تونل تر شمندر لاندې له ۵۵ میترو زیات ژور کیندل شوی او په نړۍ کي د ټرین تر ټولو ژور تونل دی.

دغه راز، دا په ساختماني چارو کې د ترکیې د وزيراعظم رجب طیب اردوغان د حکومت تر ټولو ستره پروژه ګڼل کیږي.

د داسي یوه ټونل د جوړولو مفکوره پر لومړي ځل شاوخوا ۱۵۰ کاله مخکې وړاندي شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG