د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې یو ځوان ۲۵ نجونه په چاړه وهلې


ویاند زیاته کړې، د ځپل شويو ښځو شمېره د ۲۵ او ۳۰ ترمینځ ده. د بریدګر د نیت په اړه څه نه شي ویل کیدای خو پولیس وايي، کیدای شي، دماغي ناروغه وي.

رویټرز خبري اژانس د پولیس چارواکو له خلې لیکي ــــ د پنجاب په ساهیوال کې یو ځوان هلک خواوشا پینځه ویشت ښځې په چاړه وهلې او زخمي کړي دي.


د ساهیوال د پولیسو ویاند حسیبالحسن خبري اژانس ته ویلي ـــ په چاړه د وهلو ډیرې پېښې د ماښام په وخت رامینځ ته شوي ـــــ خود سکول پر ځینو جینکو هغه وخت بریدونه شوي کله چې هغوی له سکولونو ستنیدې.

ویاند زیاته کړې ــــ د ځپل شويو ښځو شمېره ـــ د ۲۵ او ۳۰ ترمینځ ده. د بریدګر د نیت په اړه څه نه شي ویل کیدای خو پولیس وايي کیدای شي ــــ دماغي ناروغه وي.


د چیچه وطني روغتون ډاکټر عاصم وقار ویلي ــــ په ډیرو ښځو د ماښام په وخت برید شوی ــــ خو په دوی کې دوه ښځې داسې دي ـــ چې برقعې يي په سر کړې وی.

ډاکټر وقار وايي ــ د اکتوبر په شپږمه نیټه یوه دوه ویشت کلنه جینۍ له خپلې خور سره د کور مخې ته ولاړه وه ـــ یو سړی پر موټرسایکل سور راغلی او دغه جینۍ يې په چاقو ووهله.

د چیچه وطني د پولیسو یو چارواکي طاهر اعجاز رویټرز خبري اژانس ته ویلي ــــ د بریدګر د نیولو لپاره يې د دوه لاکه روپو انعام اعلان کړي.

ډیرې ښځې چې د برید ښکار شوې ـــ د پولیسو د بد نوم او ځینې روایتونو له کبله ــــ پولیس ته حال نه وايي ــــ د پولیسو په وینا اوس ډیرې ښځې د شپې پر وخت له کورونو بهر نه وځي او ډیرې جینکۍ سکول ته د تګ پر وخت د ویرې ښکار دي.
XS
SM
MD
LG