د لاسرسي ځای

لندن غونډه کې پر ملا برادر خبرې کېږي


افغان ولسمشر حامد کرزی

افغان ولسمشر حامد کرزی

افغان ولسمشر ويلي دي چې په هيواد کې د ۱۲ کلنې جګړې ختمولو لپاره د سولې ودريدلو خبرو پرمخ بوتلو لپاره د برادر خوشې کول ډير مهم دی.


د خبري اژانس ايسوسيټېډ پريس په يو رپورټ کې راغلي دي نن په لندن کې د پاکستان ، افغانستان او برتانیا مشرانو ترمنځ کېدونکې غونډه کې به پر دې خبرې کيږي چې د افغان طالبانو دويم مشر ملا عبدالغني بردار چرته دی، افغانان په دې عقيده دي چې له دولت مخالفينو وسلوال سره د خبرو په لړ کې برادر ډير مهم دی.


په دا وروستو کې پاکستان اعلان کړی وو چې ملا عبدالغني برادر یې خوشی کړی دی خو طالبان تور لګوي چې برادر اوس هم د پاکستان په تحويل کې دی.

افغان ولسمشر ويلي دي چې په هيواد کې د ۱۲ کلنې جګړې ختمولو لپاره د سولې ودريدلو خبرو پرمخ بوتلو لپاره د برادر خوشې کول ډير مهم دی.

له وسلوال طالبانو سره د خبرو سمدسي شورو کولو ضرورت له هم نور روسته له هغو زيات شوی چې له افغانستانه د نړيوالو جنګي پوځونو وتو نېټه په رانږدې کېدو ده.

د افغان اولسمشر وياند ايمل فيضي ويلي دي چې په لندن کې نن د افغان ولسمشر حامد کرزي او پاکستاني وزيرعظم ترمنّځ کېدونکې غونډه کې به کابل له اسلام اباده د ملا عبدالغنې برادر په اړه د کره مالوماتو وضاحت وغواړي.

د برتانیا وزيرعظم ډيويډ کېمرون به د دی غونډې کوربتوب کوي او دارنګ هڅه به کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمڼځ اړيکې ښې شي.

يو مشر طالب چارواکي ويلي دي چې ملابرادر وس هم په پاکستان کې نظر بند دی او تر هغو پورې ورته له خپلې کورانۍ سره د ملاقات اجازت نه شته تر څو چې نوموړی له افغان سولې عالي شورا سره د ملاقات لپاره رضا شوی نه وي .

دغه طالب چارواکی ايسوسيټيډ پريس ته ويلي دي چې برادر له جېله د خوشې کېدو وروستو دوه واری په کراچۍ کې له خپلې کورانۍ سره خبرې کړي.
ده د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي په داسې حال کې چې ملابرادر په تحويل کې وو نوموړي له ځنو طالب مشرانو سره په ملاقات کې د دی خبرې باور ورکړی چې هغه به هيڅ کله هم د ملا عمر له هغو هدايات سرغړونه ونه کړي چې ده ته يي ويلي دي له افغان حکومت سره نيغ په نيِغه خبرې ونه کړي.

يو امريکايي چارواکي ويلي دي داسې هم خبرې دي چې د پاکستان د پوځ تلونکې مشر اشفاق پرويز کياني د برادر او افغان چارواکو ترمنځ د ملاقات هڅې کوي.
پاکستاني چارواکو پر دی اړه له څه ويلو څخه ډده کړي خو هغه طالب مشر چې له ای پي سره يي خبرې کړي وايي چې د پاکستان استخباراتي چارواکو ويلي دي ښکاري داسې چې ملا برادر به په راروانه مياشت کې خوشې شي.
XS
SM
MD
LG