د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حمزه بابا بې سرنوښته کتابتون


شاعر او لیکوال کلیم شینواري وايي "موږ په بیا بیا دا غوښتنه کړې ده چې دې کتابتون ته دې عمله او خادمان ورکړل شی خو تر اوسه څه نه دي شوي"

د خیبر ایجنسۍ خلک وايي چې د حمزه بابا په کلتوري ودانۍ کې جوړ شوی کتابتون د کاري خلکو د نشتوالی له وجې تړلی پاته دی. دوی وايي چې که دغه کتابتون ته یو لایبریرین او نوره ضروری عمله ورکړل شي نو ځایی خلک به پکې کتابونه ولولې او ګټې به ترې پورته کړي.


په دې کتابتون کې د عملې د نشتوالی په حقله د حمزه بابا ادبي جرګې یومشر شاعر او لیکوال کلیم شینواري مشال ریډيو ته وايي چې:

"موږ په بیا بیا دا غوښتنه کړې ده چې دې کتابتون ته دې عمله او خادمان ورکړل شی خو تر اوسه څه نه دي شوي، په دې کې ډیر ښه ښه کتابونه دي او که عمله ورکړل شی نو خلک به ترې ګټه واخلي"

د خیبر یو زده کونکۍ فواد خان وايي:

"دوی مخکې هم له ځایي انتظامیې غوښتنه کړې وه چې دغه کتابتون دې خلاص کړل شي خو تر دې دمه پرې چا عمل نه دی کړی او موږ یو ځل بیا دغه غوښتنه کوو چې دغه کمی دې پکې پوره کړل شي نو نه یوازې د دغې سیمې ځوانان به ترې ګټه پورته کړی بلکې له بهر راتلونکې میلمانه به هم ګټه ترې اوچتوي"

لیکوال او شاعر کلیم شینواری زیاتوي:

"دا کتابتون به د حمزه بابا په فکر خورولو کې یو مهم رول ولوبوي، د حمزه بابا فکر خورولو ته ډېر ضرورت دی، دا ځکه چې په هغه کې د امن، مینې، انساني خواخوږۍ او محبت پیغام دی"

د حمزه بابا د کتابتون د عملې د نشتوالی په حقله مو چې کله د خیبر ایجنسۍ د قامي اسمبلي له غړي الحاج شاه جی ګل آپریدي سره رابطه وکړه نو هغوی وویل:

"حمزه بابا د پښتو ادب لپاره ډېر خدمات دي او زه به په دې باندې زر تر زره د خېبر پښتونخوا ګورنر، د فاټا ایډیشنل چیف سیکرټري او او د خیبر پولیټیکل ایجنت سره خبرې وکړم او هڅه به کوم چې دغه عمله ورته ورکړو او چې کوم نور ضرورتونه یې وي نو هغه به هم پکې پوره کړو"

یاده دې وی چې د پښتو د غزل بابا امیر حمزه شینواري په مزار د خیبر ایجنسۍ په لواړګي کې یوه کلتوري ودانۍ جوړه شوېده چې په ۲۰۰۸م کال کې پکې یو کتابتون هم جوړ کړل شو خو تر دې دمه عمله نه لري.
XS
SM
MD
LG