د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان شوال ښوونځی او روغتون نه لري


د شمالي وزیرستان شوال په ښويي خېلو کې خلک له حکومته ګیله من دي چې دوی یې د ژوند له اساسي اسانتیاوو بې برخې ساتلي دي.

مشال راډيو

د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د شوال ښوويي خېلو خلک وايي، د دوی په کلي کې ښوونځی، روغتون او بجلي نشته. د دوی په خبره، په لسګونه ماشومان یې بې تعلیمه پاتې دي او په چم ګاونډ کې ټوله ورځ ګرځي او وخت ضایع کوي. دوی وايي، په ۲۱مې پېړۍ کې هم د ټیکنالوژۍ له ژونده لرې دي او زښت مشکلات ګالي.



د شمالي وزیرستان شوال په ښويي خېلو کې خلک له حکومته ګیله من دي چې دوی یې د ژوند له اساسي اسانتیاوو بې برخې ساتلي دي.

دوی وايي، په ۲۱مې پېړۍ کې هم خوار او ستړی ژوند تېروي.

د ښويي خېلو ملک سید مالک وايي، د دوی په کلي کې نه ښوونځی شته، نه روغتون. ماشومان یې له زده کړو بې برخې دي، او ناروغان یې له ناروغیو مري. نواب خان بیا وايي چې په ښويي خېلو کې بجلي نشته، چې له کبله یې له ګنو ستونزو سره مخامخ دي.

مندګل ښويي خېل وايي، لسګونه ماشومان بې تعلیمه پاتې دي ځکه چې ښوونځی نه لري، دی له حکومته غوښتنه کوي چې په کلي کې د یو ښوونځی ورته جوړ کړل شي چې ماشومان یې د بې ځایه وخت زیانولو څخه راوګرځي.

له تعلیمه بې برخې پاتې شوی محمد هاشم وايي، دا یې لوی ارمان دی چې سبق یې ویلای وای، خو په کلي کې یې سکول نشته چې دا ارمان یې پوره شي.

له شمالي وزیرستانه د سینېټ غړی او د ریاستونو او سرحدي سیمو وزارت لپاره د سینېټ قایمه کمېټۍ مشر مولانا محمد صالح شاه ته مو وویل چې د ښوويي خېل خلک خو له اساسي حقونو او ضروریاتو بې برخې دي او ګیله من دي نو دوی ورته څه کوي؟ ده وویل، د ښوويي خېلو د خلکو غږ به هرو مرو حکومت ته رسوي.

دا یوازې د شمالي وزیرستان ښوويي خېلو کلی نه دی چې له اساسي اړتیاوو بې برخې دی بلکې د دې قبایلي سیمې زیاتره کلي ښوونځی، روغتون او بجلي نه لري.
XS
SM
MD
LG