د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا او فاټا کې ګوزڼ مخ په زیاتېدو


چارواکې وايي په قبايلي سيمو کې روان کال تر دی دمه ۳۸ او خيبر پښتونخوا کې اووه د پوليو کيسونه مخې ته راغلي دي.


چارواکې وايي په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ګورڼ ناروغي مخ په زياتېدو ده . د پاکستان د صحت قامي اداری له مخې د پوليو درې نوي کيسونه مخې ته راغلي دي چې دوه يي په قبايلي سيمو ، يو په خيبر پښتونخوا کې او څلورم په کراچۍ کې خو هغه هم په يوه پښتنه کورنۍ کې چې دا مهال دغلته ژوند کوي.


چارواکې وايي په قبايلي سيمو کې روان کال تر دی دمه ۳۸ او خيبر پښتونخوا کې اووه د پوليو کيسونه مخې ته راغلي دي. په سند کې پنځه او پنجاب کې دري د پوليو کيسونه مخې ته راغلي دي. په ټول پاکستان کې سږکال ۵۳ د پوليو نوي کيسونه مخې ته راغلي دي . ډاکتران اندېښنه ښيي چې دا ناروغي له قبايلي سيمو نورو سیمو ته هم خپرېدای شي. د شمالي وزيرستان د روغتيايي اداری مشر ډاکټر جانمير خان مشال ريډيو ته وويل چې دوي په وزيرستان کې د وسلوالو لخوا د پوليو په څاڅکو ورکولو د بنديز لری کولو لپاره پوره هڅې کوي.

چارواکې وايي قبايلي سيمې او خيبر پښتونخوا د پوليو ضد څاڅکو ورکونو ټيمونو لپآره لوي چلنج دی ، د دوي په خبره په پوليو ډلو بريدونو کې د ۱۷ کسانو د وژل کېدو وروستو د پوليو ضد څاڅکو ورکونکو په صوابۍ او مردان کې له کار کولو څخه انکار کړی.

همداراز د خیبر ایجنسۍ د صحت محکمې چارواکې وایې، په دی سيمه کې روان کال تر دی دمه د ګوزڼ ناروغۍ لس کیسونه راغلي دي . د ايجنسۍ مشر ډاکټر سيمين مشال ريډيو ته وويل چې د امنیت د خرابې وضعې له عمله ماشومانو ته د پولیو څاڅکې نه رسیږي.

په پاکستان کې د دیني عالمانو شورا فتوا ورکړې ده چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي واکسیني څاڅکي ورکول غیر شرعي نه دي. د عالمانو له نوې فتوې سره سم، د پولیو واکسیني څاڅکي هر ماشوم ته ورکول ډېر زیات ضروري دي ځکه چې دا څاڅکي ماشومان له ټول عمره معیوبۍ یا معذورۍ ساتي. د پاکستان علماو شورا دا فتوا د نړۍ د اسلامي عالمانو په مرسته جاري کړې ده.

د روغتیا نړیوالې ادارې له وینا سره سم، پولیو ناروغي، پرته له درو هیوادونو، نوره له ټولې نړۍ پاکه شوې ده. په دې هیوادونو کې افغانستان، پاکستان او نایجېریا شامل دي.
XS
SM
MD
LG