د لاسرسي ځای

د ظهیر حسین په نامه یو تن چې د مړیو خپلوان دی وویل، که په ۲۴ ګنټو کې د مړو قاتلان ونه نیول شول نو دوی به خپل اختجاج ته دوام ورکړي.

پولیس وايي، د هنګو تهانې په حدودو کې دوی ته نن پر دوشنبه د درو نامالومو کسانو مړي ملاو شوي چې په ډزو ویشتل شوي دي.


د تاڼې محرر مواص خان مشال ریډیو ته وویل چې دوی ته دوه مړي له میروبک سیمې او یو بیا له انصاف هوټله ورته میلاو شوی دی.

د تاڼې محرر وايي، له انصاف هوټل سره چې کوم مړی میلاو شوی دی، د هغه پېژندګلو د رحمان الله په نوم شوې ده او پاته دوه د سید حلیم حسن او سید طاهر الله حسن په نومونو دي.
د هغه په خبره چې رحمان د ساهو وام اوسیدونکی دی او د شیخانو له قوم سره تعلق لري او نور دوه وروڼه دي او هغوی د بابر میلې سره تعلق لری.

بلخوا د مړو خپلوانو د دغې پیښې پر خلاف احتجاجي مظاهره کړېده.

دوی خپل مړي د هنګو پریس کلب مخې ته ایښي ول او د انتظامیې پر خلاف یې نارې وهلې.

د ظهیر حسین په نامه یو تن چې د مړیو خپلوان دی وویل، که په ۲۴ ګنټو کې د مړو قاتلان ونه نیول شول نو دوی به خپل اختجاج ته دوام ورکړي.

د تاڼې محرر مواص خان وايي چې د مړو خپلوانو چې کوم رپورټ درج کړی دی په هغې کې د چا نوم نه دی خیستل شوی چې دا کار چا کړی دی.

محرر دا هم وویل چې په دې آړه تحقیقات روان دي چې دغه کسان چا او ولې وژلي دي.

ضلع هنګو هغه بندوبستی سیمه ده چې پوله یې اورکزو او کورمې ایجنسی سره لګېدلې ده چېرته چې دا وخت د وسلوالو طالبانو پر خلاف پوځي اپریشن روان دی.
XS
SM
MD
LG