د لاسرسي ځای

ځنګلونه د چاپیریال په سمسورتیا او ښېرازۍ کې مهم رول لوبوي، نو موږ د یادو ځنګلونو د راټوکېدو لپاره یو شمېر مهم اقدامات اخیستي دي

د خوست ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د تڼیو د سیمې د ځنګلونو په هغو برخو کې چې ونې يې وهل شوې، د زڼغوځو (جلغوزو) شپېته زره ونې لګوي، بلخوا د یادې سیمې خلکو هم د قومي پریکړې پر بنسټ د شنو ونو او نیالګیو پر وهلو بندیز لګولی او ویلي يې دي، که هر څوک یوه شنه ونه ووهي، نو قوم به شل زره افغانۍ ناغه کېږي.


د خوست د تڼیو سیمه پراخ غرونه او ځنګلونه لري، د ځايي خلکو په وینا یو وخت دې پراخو غرونو دومره ګڼ ځنګلونه درلودل، چې لاندې به یې بنو او میرامشا ته قافلې تلې او راتلې، خو په ډېر نږدې واټن کې به هم چا ته د قافلې د تګ او راتګ پته نه لګيده، ولې اوس د یادو ځنګلونو ډیری برخه له منځه تللې ده، د تڼیو په غرونو کې له ورایه ښکاري، چې د زرګونو ونو څانګې او سټې په تبرونو او ماشیني ارو غوڅې شوي او حتا په ځینو ځایونو کې د ځنګلونو نښې نښانې هم نه دي پاتې شوي.

د خوست ځايي چارواکي وايي، دا چې ځنګلونه د افغاني ټولنې یوه مهمه طبعي شتمني حسابیږي او د هېواد لپاره د نورو ګټو تر څنګ د ګټې یو لویه سرچینه ده، له همدې کبله د خوست په ځینو سیمو کې د ځنګلونو د ساتنې او بېرته راټوکونې کار پیل شوی، د تڼیو پراخ غرونه دي، چې اوسمهال به پکې شپیته زره د زڼغوځو ونې لګول شوې دې او د یاد ځنګل یوه برخه به بېرته ورغول شي، په دې پروژه کې چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له پرمختیايي بودجې څخه يې فنډ ورکول کیږي، د لنډ وخت لپاره به پکې درې زره سیمه والو ته د کار او مزدورۍ زمینه برابره شي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ سرپرست رئیس نقیب الله وايي، چې د تڼیو د ځنګلونو د بیا راټوکنې پروګرام لري او په یوه برخه غرونو کې به شپیته زره د زڼغوځو ونې لګوي:

"دا پروژه د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا په انکشافي برخه کې یوه پروژه ده، چې د تڼیو په هغو غرونو کې چې ځنګلونه يې وهل شوي دي، بېرته احیاء کول، رغول او زرغونول شامل دي، په دې کې به موږه ۶۴ زره په پلاستیکي پاکټونو کې د زڼغوځو (جلغوزو) تخم کرو، چې ۲۴ زره يې تیارې کرلي شوي لرو، او د ۴۰ زره نورو له پاره هم تیار ډک پاکټونه لرو، په دې کې به زڼغوځي کرو او په غرونو کې به يې لګوو."

د تڼیو د نریزې د سیمې یو تن قومي مشر وايي، چې د یادې سیمې څلورو لویو قومونو په خپلو کې کلک اتفاق کړئ، چې تر دې وروسته د ځنګلونو د وهلو په کلکه مخه نیسي او که یو چا شنه ونه غوڅه کړه، نو شل زره روپۍ به قوم ته ناغه ورکوي، ده زیاته کړه، چې د زڼغوځو (جلغوزو) د نویو ونو ساتنه او پالنه به هم کوي:

"موږ د دې لپاره چې غرونه مو ساتلي وي، یوه یوه اربکي ته مو شل زره روپۍ تنخوا نیولې ده، چې په هر کلي کې به دا ډول پنځه تنه اربکي وي، چې دې نیالګیو ته به څاروي نه ورپریږدي او د نیالګیو د ضایع کیدو مخه به نیسي.

د تڼیو څلورو قومونو دا اتفاق کړی دی چې زموږ په منځ کې د شنو ونو وهل بند دي او نه به يې وهو، که چا ونې ووهلې په یوه ونه باندې شل زره روپۍ ناغه تړل شوې ده، دا د زڼغوځو ونې چې موږ ته زراعت راکړي دي دا به تر اخره موږ ساتو، او د زراعت ادارې سره به کمک هم کوو، د زڼغوځو له نیالګیو څخه زموږ قومي مشران ډېر خوښ دي."

د ولایت مقام د رسنیزو چارو مسوول او ویاند مبارز محمد ځدراڼ وویل ځايي اداره هڅه کوي، چې له یوې خوا هغه ځنګلونه چې له منځه تللي له سره ورغوي او بل لوري ته د ځنګلونو د وهلو مخه هم ونیسي:

"ځنګلونه د چاپیریال په سمسورتیا او ښېرازۍ کې مهم رول لوبوي، نو موږ د یادو ځنګلونو د راټوکېدو لپاره یو شمېر مهم اقدامات اخیستي دي، چې د هغې څخه یوه هم د تڼیو په ولسوالۍ کې د څه باندې یوولس میلیونه افغانیو په لګښت سره د زڼغوځو د ونو بیا لګول او د پخوانیو ونو د راټوکونې او پالنې په خاطر تر لاس لاندې نیول شوې پروژه وه چې د دوو میاشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي، په دې پروژه کې یوه بله مهم خبره دا ده چې د بې روزګارۍ لوړې کچې ته په کتو شاو خوا درې زره تنه په ځنګلونو کې په دندو ګمارل شوي او دوی ته اجوره او حق الزحمه ورکول کیږي."

د یادونې وړ ده د خوست سپیره، دوه منده، قلندر، موساخېل او تڼي هغه ولسوالۍ دي، چې غرونه يې پراخ ځنګلونه لري، خو په وروستو لسیزو کې د یادو ځنګلونو ډېره برخه له منځه تللې ده او په ځینو ځایونو کې اوس هم د ځنګلونو د شنو ونو او تنکیو نیالګیو وهل دوام لري او په موټرو، موټرو ونې ورڅخه ښارونو ته د پلورلو لپاره وړل کیږي.




XS
SM
MD
LG