د لاسرسي ځای

پوځ دې د سواتیانو شخصي او سرکاري ودانۍ پرېږدي


د سوات جرګه

د سوات جرګه

د سوات قامي جرګې مشر مخيتار يوسفزی وايي، پوځ د عام ولس ودانۍ،د جينکو او هلکانو ښونځي،استعمالوي چې له وجې يې ځايي خلکو ته ګڼ مشکلات دي.

په سوات خوازه خيله کې د اتوار پر ورځ د سيمې مشرانو، سياسي وګړو او د صوبایي او قامي اسمبلو غړو په یوه ګډه جرګه کې ځايي خلکو له منتخیبو استازو غوښتنه وکړه چې په سوات کې اوس امن ټينګ شوی او پوځ دې د عام ولس شخصي او سرکاري ولسي ودانۍ خوشې کړي.


له مشال راډيو سره په خبرو کې د سوات قامي جرګې مشر مخيتار يوسفزی وايي، چې د دغه جرګې رابللو ضرورت ځکه راغلی چې په سيمه کې د پاکستان پوځ د عام ولس ودانۍ، د جينکو او هلکانو ښونځي، دغه رنګه د ځیناورو روغتون د زراعت محکمې دفترې نيولې او له تيرو پنځوکالوراهیسې يې استعمالوي چې له وجې يې ځايي خلکو ته ګڼ مشکلات دي.

نوموړي وویل، له لوړ پورو چارواکو څخه د دغه جرګې له لارې غوښتننه کوي چې دغه ځايونه دې اوس اوس خوشي کړل شي که چرې یې غوښتنې پوره نه کړل شوې نو دوی به بيا په احتجاج لاس پورې کوي.

يو بل مشر شمشېر علي خان وايي، چې اوس پوځ په دغه سيمه کې چاوڼۍ جوړه وي او د هغې لپاره پوځ ته درې نيم سوه کناله ځمکه په کارده چې سيمه کې د عام ولس په ځمکو کې يې نښې جوړې کړې دي او پوځ د دغه ځمکو قيمت هم ډېر کم لګولی دی او دغه ځمکې د کروندې، باغونو او د غريب ولس د اوسيدلو زمکې دي او پکې يو شمير ودانۍ هم دي نو د سيمې زياتره خلک له حکومته غوښتننې کوي چې که پوځي چاوڼۍ جوړوي هم نو یو لیرې ځای دې جوړه کړي.

د جرګې یو برخوال او د سيمې صوبايي اسمبلۍ غړی قيموس خان وايي چې د قام خبره لوړ پورې چاروکوته رسول د دوی ذمه واري ده او دوی دغه ستونزې او د قام خبرې بيا بيا له پوځ او حکومتي چارواکو سره کړې خو اوس يو ځل بيا د ولس دغه غوښتننې د خيبر پښتونخوا وزيراعلي او نورو چارواکو ته رسوي، نوموړی زياتوي چې په سيمه کې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره لا هم د پوځ ضرورت شته دی.



XS
SM
MD
LG