د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ټاکنو ژغورنې ته کمیسون و ګمارل شو


د افغانستان کورنو چارو وزارت د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانوانتخاباتو د امنیت ساتنې لپاره یو لس کسیز کمیسیون ټاکلی دی.


د دې کمیسیون مشري د کورنیو چارو وزارت د پولیس چارو عمومي رییس محمد سالم احساس کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نجیب دانش مشال راډيو ته وویل، چې دوی د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته د ټولو انتخاباتي مرکزونو د امنیت ټينګولو ډاډ ورکړی.

( موږ د انتخاباتو کمیسیون ته رسما معلومات ورکړي چې د اوه زره انتخاباتي مرکزونو څخه دوه سوه پنځوس یې له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي او زموږ هڅه دا ده چې تر انتخاباتو پوري به په ټولو ولایتونوکې د انتخاباتي مرکزونو امنیت خوندي کړو. )

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي وو، چې د رایې ورکولو شاوخوا نیمايي مرکزونه د ټیټې، منځنۍ او زیاتې کچې امنیتي ګواښ سره مخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG