د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزنی: چاودنې واده په غم واړاوه


د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، دا د يوه سيمه‌ييز پوليس د زوی واده وو، ځکه خو يې د ورا پر موټر ماين ور چول شوی دی.


تېر ماښام په غزني کې د واده د ورا يو موټر د سړک پر غاړه په ښخ شوي ماين ختلی چې پکې اتلس تنه وژل شوي او پنځه ژوبل دي. د وژلو شويو کسانو زياته برخه وړې نجونې دي، چې د ناوې کور ته په ورا تللې وې.


چاودنه پرون د یکشنبې ماښام د اندړو ولسوالۍ د حبيب ګوډلو او صاحب خان کليو تر منځ شوې ده، چې پکې اتلس تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

په وژلو شوي او ټپي شويو کسانو کې له څلورو نارينه‌وو او د یو څو ښځو پرته نورې ټولې وړې نجونې او ماشومان دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، ماين د سړک پر غاړه ښخ شوی وو او د ورا پر ګاډي په ريموټ کنټرول ورچول شوی دی.

دوی وايي، تر چاودنې وروسته د سيمې يو طالب کليوالو له ټوپک او ريموټ کنټرول سره نيولی او په وهلو ډبولو یې وژلی دی.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، دا د يوه سيمه‌ييز پوليس د زوی واده وو، ځکه خو يې د ورا پر موټر ماين ور چول شوی دی.

دی وايي، د پېښې پنځه تنې ټپيانې يې روغتون رسولې دي، چې د يوې حالت پکې د اندېښنې وړ دی.

د غزني د ملکي روغتون رئيس ډاکټر باز محمد همت هم وايي، چې د پېښې له ځایه ورته پنځه تنې ټپي ښځې ور وړل شوې دي.

دی وايي، اوس د پنځو واړو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.

تر اوسه پورې د چاودنې مسووليت کومې ډلې نه دی منلی، خو د سړک پر غاړو ماينونه زيات وخت طالب وسله وال ښخوي.
XS
SM
MD
LG