د لاسرسي ځای

ایران وايي د یورانیمو غني کولو بهیر یې نه دی درولی


د ایران د پارلمان د بهرنۍ پالیسۍ کمیټې مشر هغه راپورونه رد کړې چې ګنې هیواد یې تر شلو فیصدو د یورانیمو غني کول بند کړي دي . سرکاري خبري اژانس ایرنا د خالې په ورځ د علا و الدین بروجردي له خولې ویلي دي د ایران ایټمې پالیسي نه بدلیدونکې ده او تر شلو فیصدو د یورانیمو غني کول دوام لري .

بروجردي ویلي ، په جینیوا کې یې ددې میاشتې په سر کې د خبرو په وخت دا غوښتنه وکړه چې د ایران ایټمې حق دې په رسمیت وپیژندل شي او بندیزونه دې لرې کړی شي .

هغه زیاته کړه ، موږ باید ددې خبرو د نتایجو لپاره انتظار وکړو.

د بروجردي دې څرګندونو د ایران د پارلمان د غړي حسین نقوي حسیني هغه خبرې رد کړی چې د اکټوبر په ۲۲ نیټه د ایران د پارلمان په ویب پاڼه کې خپرې شوې وې او لخوا یې ویل شوې و چې ایران د یورانیمو غني کول ځنډولې دي ځکه نور تولید ته اړتیا نه وه .

حسینې د جمعې په ورځ وویل چې دده څرګندونې ناسمې خپرې شوې دي.
XS
SM
MD
LG