د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر سیاسي مشران د بلدیاتي انتخاباتو غوښتنه کوي


لواړګی - په داسې حال کې چې د پاکستان په صوبو کې د بلدیاتي انتخاباتو خبرې روانې دي، نو د قبایلي سیمې خیبر سیاسي مشرانو هم غوښتنه کړې ده چې په ټولو قبایلي سیمو کې دې هم بلدیاتي انتخابات وشي.


د دوی په خبره، دا انتخابات د نور هیواد پرتله په قبایلو کې د لا زیات ارزښت وړ دي.

د دوی په خبره، له بلدیاتي انتخاباتو سره به په قبایلي سیمو کې له لاندیني کچه ښه مشران پیدا شي او بیا به دوی د خلکو ستونزې په ښه ډول هواروي.

په دې اړه د عوامي نیشنل ګوند له خوا د خیبر یو مشر شاه حسین شینواري مشال راډيو ته وویل: ((دلته چې یو بلدیاتي نظام راشي نو دلته به د ترقۍ یو رفتار به شروع شي. لهذا دلته فوري ضرورت د بلدیاتي انتخاباتو دی.))

یو بل مشر زرنور اپریدی چې له جماعت اسلامي سره یې تعلق دی وايي، له بلدیاتي انتخاباتو سره به د ((خلکو بنیادي انساني حقونو)) ساتنه وکړل شي.

د تحریک انصاف ګوند یو مشر عبدالرازق وویل، د نور هیواد په څېر دې قبایلو ته هم دا حق ورکړل شي چې خپل استازي وټاکي او نویو مشرانو پیدا کولو ته لار هواره کړي.

د خیبر اېجنسۍ د انتخاباتو کمېشنر عبدالقیوم وايي، لا خو ورته د پاکستان مرکزي الېکشن کمېشن څه نه دي ویلي، خو که ورته امر وشو نو بلدیاتي انتخابات به سمدستي وکړي.
XS
SM
MD
LG