د لاسرسي ځای

تازه خبر

"موږ نور افغانستان نه ورانوو، د افغانستان بچي یو"


جلال اباد - د افغانستان ننګرهار د سولې د عالي کميسيون ولايتي کميټې سره ۱۱ تنه د دولت وسله وال مخالفين له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د يکشنبې يا اتوار په ورځ ځای شول.


د ننګرهار د سولې د عالي کميسيون د ولايتي کميټې چارواکي وايي چې د سولې بهير ته راګرځيدلې ډلې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د دولت ضد کارونه تر سره کول.

د سولې د عالي کميسيون د ولايتي دفتر مشر ملک نذير د پخلاينې پر مهال خبريالانو ته وويل:

((دا ۱۱ کسان دي، د ملا متوري اخوند په مشرۍ چې اووه ميله اسلحه ورسره ده، تاسو ګورئ چې راکټ، دهشکه او دوه پايې مخابرې ورسره دي، او اتيا کيلو ګرامه انفلاقيه ( چوونکي) مواد دي، چې دا هر څه به ډاياګ (د بې وسلې کولو پروګرام) ته وسپارل شي. دا د اچين ولسوالۍ له پېښې کلي راغلي او دوی په اچين او غني خېلو کې فعاليتونه کول.))

د دغې ۱۱ کسيزې ډلې مشر چې د تېرو پينځو کالونو راهيسې يې د دولت ضد کارونه تر سره کول له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې له دې وروسته به خپل هيواد ته خدمت کوي.

(( ملا متوري مې نوم دی، د اچين ولسوالۍ د پېښې سیمې اوسيدونکي يم. پنځه کاله به شي لا څه زيات چې فعاليت مو له اچين ولسوالۍ تر نازيانه پوره کړو. په عسکر باندې دوه لکه روپۍ او يو يوه رنجنير به درې لکه روپۍ موږ ته راکول کيدې چې بيا به د اچين ولسوالۍ مجاهدينو ته تقسيمېدې. بس موږ ته اوس دا پته ولګيده چې دلته هم مسلمانان دي، بس له دې ډز ډوز تېر شو او د سولې کميسيون سره يوځای شو.))

د سولې له بهير سره يو ځای شوي وسله والو ژمنه وکړه چې له دې وروسته د مخالفت پر ځای د خپل هيواد خدمت کوي.

يو تن يې وايي:

(( محمد ديدار مې نوم دی د اچين ولسوالۍ د پېښې اوسېدونکي يم. ما ته به دې ورور ويلې چې جهاد دی، پوليس ولئ، عسکر وولئ، ويې نيسئ، بم ورته کېږدئ، زموږ يو ملګری وو هغه به سرک کې بمونه کېښودل. زه اوس راغلی يم چې دا افغانستان جوړ کړو، زموږ خپل وطن دی نور يې نه ورانوو.))

يو بل ته هم ورته نظر لري وايي:

((زه سيال محمد يم، په باندر، نازيانو په دغو ځايونو کې موږ فعاليتونه کول، موږ اوس د سولې کميسيون ته راغلو، دا زموږ مور او پلار دي، موږ دوی سره جوړه کوو او جوړې ته راغلي يو. موږ به خپل نور ملګري هم د سولې بهير ته راولو، موږ نور افغانستان نه ورانوو، د افغانستان بچي يو.))

د ننګرهار د سولې د عالي شورا ولايتې کميټې دفتر چارواکي وايي چې د سولې له بهير سره يو ځای شويو ته به د شپږو مياشتو لپاره قوماندان ته د مياشتې ۱۳۰۰۰ افغانۍ او هر تن ته به شپږ، شپږ زره افغانۍ ورکول کېږي او که هغوی وغواړي د کار او ټولنيزو چارو رياست له خوا به په حرفوي يا کسبي کارونو په زده کړه وګمارل شي.

د يادونې وړ ده چې د تېرو دوو کالونو په دوران کې د ننګرهار د سولې ولايتي کميټې سره ۲۱۲ تنه د دولت وسله وال مخالفين يو ځای شوي دي.
XS
SM
MD
LG