د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د باچا خان انځورونو نندارتون جوړ شوی


د خدايي خدمتګار تحريک مشر او د عدم تشدد د فلسفې د مخکښ باچا خان په ياد يو ورځينی انځوريز نندارتون د شنبې پر ورځ په جلال اباد ښار کې وشو. په دغه انځوريز نندارتون کې له هر انځور سره د باچاخان له پيغامه ډکې ويناوې هم ځړول شوې وې.


دغه نندارتون چې د ځوان انځورګر حمدالله ارباب په ګوتو جوړ شوي انځورونه په کې نندارې ته وړاندې شوي ول، په لسګونو تنه ننګرهار ميشتي شاعران او ليکوال يې نندارې ته وربلل شوي ول.

د نندارتون جوړونکی حمدالله ارباب وايي چې پر ولس د باچاخان د افکارو د خورولو په خاطر يې دغه نندارتون پرانیستی دی.

((باچا خان بابا په افغانانو او پښتنو کې داسې يوه څهره ده چې هغه تل د پښتون قوم لپاره د هغوی ولس ته تللی او د روغې جوړې، د تعليم او خير ښېګڼې خبره يې کړې ده نو د دې خاطر مو د ختيځ ادبي بهير په مرسته دلته دغه نندارتون جوړ کړ چې د باچاخان انځور جمع د هغه خبره، چې هغه په هاغه وخت کې پښتون قوم ته کړې وه چې جنګ مه کویء، روغه جوړه وکړیء، مرسته وکړیء له يو بل سره مینه وکړئ، تعليم وکړیء او د خير ښېګڼې په برخه کې کار وکړیء. نندارتون ته چې د نوي نسل ځوانان شاعران راځي، هغوی دا خبرې واوري، وليکي او په کلي ولس کې يې خپلو او دوستانو ته ورسوي.))

پوهاند ډاکتر مجاور احمد زيار چې د نندارتون ليدنه یې کړې وه، له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې باچا په ولس کې د کورني اقتصاد د پياوړتيا لارې چارې په عملي ‌ډګر ولس ته ښوولې وې.

((باچا خان د پښتنو د ژوند بهير بدل کړی دی، هغه په دې چې هغه ويلې چې دا خپل حاصلات د پټي بازار ته يوسیء او دې لپاره خپله بيلګه شو، سبو منډيي ته به يې خپل سابه وړل او هلته به يې خرڅول. خلکو به ورته پيغور هم ورکاوه چې ته د خان زوی يې او دا کارونه کوې. هغه په عملي توګه دا کار کاوه. پښتنو په همدې باندې بايللې، چې بيا يې پيدا کړې نو په خېټه يې خوړلې، په ژوند کې لږه سپما په کار ده، صرفه جويي په کار ده.))

په ننګرهار د اېف سي او، نړيوالې فرهنګي او ټولنيزې موسسې مشر عزت الله همدرد وايي که پښتانه د باچا خان په قول او فعل عمل وکړي، نو له پرتو ستونزو به نجات ومومي.

((نور کله مو نندارتونونه ليدلي ول چې په انځور کې به يو پيغام وو خو نن موږ دا په لومړي ځل باندې مختلف ځکه وليدل چې په انځورونو د فخر افغان باچاخان هغه ساده او بسيط ژوند ښودل شوی او بيا د دې ساده او بسيط ژوند تر څنګ د هغه قوي ويناوې هم ښودل شوي دي. موږ چې د ده ويناوې ولوستلې، که چېرې په واقعي د ده په وينا څوک عمل وکړي، نو پښتون قوم لکه څنګه چې سرلوړی دی، هميشه او د تل لپاره به سرلوړی پاتې شي.))

ځوان شاعر اکمل ظاهر وايي چې له نندارتونه يې ډېر څه زده کړل او کوم پيغامونه چې يې ولوستل په خپل چاپيريال کې به يې تبليغوي.

((باچا خان چې په خپل ژوند کې کومه مبارزه کړې، که واقعاً د هغه له مبارزې په سم ډول استفاده وشي، دغه ستونزې او مشکلات به ټول حل شي. د ځوانانو لپاره دغسې نندارتونونه ډېر مهم دي. ما نن په دغه نندارتون کې ډېر څه زده کړل، ډېر څه مې په کې ولوستل، او دغه پيغامونه چې نن ما ولوستل، دا پيغامونه مې له ځانه سره واخيستل زه به يې په خپله ټولنه کې چې خلکو سره کښېناستم، دا پيغام به زه هغوی ته رسوم.))

دغه نندارتون د ننګرهار په علمي او ټولنيز مرکز ميډيوټیک کې د (ځوانان په عمل کې) ټولنې د ختيځ ادبي بهير په ګډې همکارۍ سره جوړ کړی وو.
XS
SM
MD
LG