د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل ولایت کې ځانمرګی برید شوی دی


په زابل کې نن ماسپښين د څلورو بجو په شاو خوا امنيه قومندانۍ ته څېرمه ځانمرګی بريد شوی دی.
د سرچينو د مالوماتو په اساس، ځانمرګی غوښتل د کنډک پر قومندان محمد اصف ځان وروچوي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې چادېدولی دی.
محمد اصف اوس تازه له حجه راغلی او خلک يې مبارکۍ ته ور روان وو.
سرچينې وايي، ځانمرګی چاودېدونکي توکي په خپل پټکي کې ايښي وو، خو پوليسو پېژندلی او د وړاندې تګ مخه یې نيولې ده.
د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار پېښه تاييدوي او وايي، په بريد کې يوازې ځانمرګی وژل شوی او يو پوليس يې ژوبل کړی دی.
تر اوسه د بريد مسووليت چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG