د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان و ایران پر پوله برید، ۱۷ سرتېري وژل شوي دي


کوټه - د پاکستان او ایران پر پوله د ایران غاړې ته د جمعې او خالي په منځنۍ شپه د وسله والو او د ایران د سرحدي ځواک تر منځ په نښته کې د سرحدي ځواک اوولس سرتېري وژل شوي دي.


د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د خبر له مخې پېښې د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د پاکستان او ایران پر پوله شوې، چې اوولس د ایراني سرحدي ځواک سرتېري په کې وژل شوي دي.

اېرنا وايي، له وسله والو سره دا نښته د سیستان بلوچستان په ساراوان سیمه کې شوې ده. په کوټه کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي دا پېښه د پاکستان غاړې ته نه، بلکې د ایران غاړې ته شوې ده.

اېرنا کاږي، تر دې برید وروسته د خالي په سهار د زاهدان په بندي خانه کې ۱۶ هغو کسانو ته چې له وسله والو سره يې تعلق وو، پانسۍ ورکړل شوې.

اېرنا خبري اژانس د لوی څارنوال محمد مرزي له خولې کاږي، پر دې ۱۶ وسله والو د سرحدي ځواکونو د وژلو تور نه وو، خو د ټولو باغیانو تړاو له حکومت مخالفه ډلو سره وو.

تر اوسه د ایران په سرحدي ځواک د برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې قبول کړي نه دی، خو په تېر وخت کې په ياده سیمه کې پر ایراني ځواکونو د بریدونو مسوولیت سني افراطي ډلې جندالله په غاړه اخیستی.

له دې سره په یاده کې سیمه کې د ایراني ځواکونو او د نشه يي توکو د قاچاقبرانو تر منځ د ورته بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د فرانس پرېس اژانس په خبره، په تېرو درې لسیزو کې له قاچاقبرانو سره په نښتو کې لږ تر لږه ۴۰۰۰ ایراني سرتېري وژل شوي دي.

بلي خواته بیا د بلوچستان د مستونګ په درینګړ په سیمه کې په يوه بمي چاودنه کې د پاکستان سرحدي ځواک يا ملیشه ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي دي.

په کوټه کې د ملیشه ځواکونو ویاند مشال راډيو ته وویل د ملیشه ځواکونو ځواکونو يو موټر له کوټې د ایران تفتان سیمې ته د شیعه زیارت کوونکو له بس سره د امنيت لپاره ملګری وو، چې په درينګړ سیمه کې په يوه الټو ډوله موټر کې د ايښودل شويو چوونکو توکو په مټ چاودنه شوې، او دوه سرتېري په کې وژل شوي دي.

د دې برید مسوولیت هم تراوسه کومې ډلې قبول کړی نه دی، خو د ورته پېښو مسوولیت بیا د پاکستان په بلوچستان کې سني افراطي وسله واله ډله لښکرجنګوي پر غاړه اخلي.
XS
SM
MD
LG