د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې د والي پر دفتر د راکټونو حمله شوې ده


غزني - د افغانستان په غزني کي د والي پر دفتر د راکټونو برید شوی دی.


بريد د شنبې پر غرمه د دولس نيمو بجو په شاو خوا کې د غزني په ولايت مقام وشو، خو د د چارواکو په خبره، چا ته يې ځاني زيان نه دی اړولی.

د بريد پر مهال د اسلامي تمدن د مرکز په توګه د غزني د ټاکل کېدو په وياړ د مراسمو د تر سره کولو په موخه، د تياري نيولو يوه غونډه روانه وه.

په دغه غونډه کې د کورنيو چارو وزير محمد عمر داودزي، د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې سېما سمر، د مشرانو جرګې مشر فصل هادي مسلميار او ځينو نورو لوړ پوړو افغان چارواکيو برخه اخيستې وه.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، داسې ښکاري چې بريدونه د ښار له لوېديز لوري شوي دي.

دی وايي، را توغول شوې مرمۍ د غونډې له تالاره وړاندې لګېدلې او چا ته يې ځاني زيان نه دی اړولی.

((دښمن د پير قرضدارا له سيمې څخه پر ولايت مقام درې راکټونه را توغولي وو، خو کوم ځاني زيان يې نه درلود. نن په غزني ولايت مقام کې يوه غونډه روانه وه، چې پکې عمر داودزي، سېما سمر او د ملي شورا ځينو غړو برخه اخيستې وه. په دې سربېره د کورنيو چارو د وزارت يو لوړ پوړی چارواکی هم ورته راغلی وو.))

که څه هم چارواکي راکټي بريد د طالب وسله والو کار بولي، خو دغې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ټاکل شوې ده، چې د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه د غزني د ټاکل کېدو مراسم، د لړم د مياشتې په يوويشتمه په غزني کې تر سره شي.
XS
SM
MD
LG