د لاسرسي ځای

اسلام آباد ښکاره د ډرون بريدونو مخالفت دی خو په پټه د دې د اجازې خبر په دې وروستيو کلونو کې افشا شو.


د پاکستان امنيتي ځواکونو او د دې هيواد پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني هغه راپورونه رد کړي دي چې ګواکې دوی امريکا ته د ډرون بريدونو اجازه ورکړې وه. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پټو اسنادو په حواله يو راپور خپور کړی و چې له مخې يې پاکستان ته په باقاعدګي سره د ډرون په اړه مالومات ورکول کېدل او په ځينو مواردو کې يې له امريکا سره د هدف په ويشتلو کې مرسته هم کړې وه.


اې اېف پي خبري اژانس ليکي، دا شواهد چې پاکستان ته د امريکا له اړخه د ډرون په اړه مالومات ورکول کېدل او پاکستان په دې لړ کې په هر څه خبر وو، په داسي حال کې رابرسېره شول چې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف سپينې ماڼۍ ته د سفر پرمهال د ډرون بريدونو پر درولو ټينګار وکړی. د پاکستان يو مشر امنيتي چارواکی وايي چې په دې کيسه سره امريکا هڅه کوي چې د نواز شريف دريځ کمزوری کړي او د ډرون بريدونو په ضد د نيوکو روان کمپاين کم کړي. دا هر څه تر هغه څو ورځې وروسته رامنځ ته شوي چې د بخښنې نړيوالې ادارې په يو راپور کې خبرداری ورکړی و چې په پاکستان کې ځيني ډرون بريدونو د جنګي جرمونو په برخه کې راځي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل راپور کې د هغو څلورو کلونو د بريدونو په اړه انکشاف کړی چې د ۲۰۰۷م کال راهيسي چې پوځي آمر پروېز مشرف په واک کې و بيا د ۲۰۱۱م کال تر وروستيو پورې چې د پاکستان پيپلز ګوند په مشرۍ کې ولسي حکومت واکمن و. سيد يوسف رضا ګيلاني چې د ۲۰۰۸م کال څخه بيا د ۲۰۱۱م کال تر جون پورې د پاکستان وزيراعظم و په ډېره سختۍ سره د ډرون بريدونو د اجازې خبره رد کړه. نوموړې اې اېف پي خبري اژانس ته وويل چې دوی هيڅکله امريکا ته په قبايلي سيمو کې د ډرون بريدونو اجازه نه وه ورکړې بلکې له لومړۍ ورځې راهيسي دوی له ډرون سره مخالفت څرکند کړی و او او خپل دغه غږ يې پر هر دريځ امريکايانو ته رسولی و.

اژانس پرمخ ليکي، اسلام آباد په عادي ډول د ډرون بريدونو مخالفت کوي چې په قبايلي سيمو کې د القاعده او طالبانو وسله وال پکې وژل کيږي خو په پټه د دې د اجازې خبر په دې وروستيو کلونو کې افشا شو.

په ۲۰۰۸م کال په پاکستان کې د هغه وخت د امريکايي سفير اېن پيټرسن يو سفارتي ليک چې وروسته ويکيليکس خپور کړی څرګندوي چې ګيلاني په پټه د ډرون په اړه موافقه کړې وه. بلخوا د روان کال د اپرېل په مياشت کې مشرف سي اېن ن ټي وي ته ويلي وه چې نوموړې هغه وخت د ډرون بريدونو قانوني اجازه ورکړې وه چې کله په واک کې و.

امريکا د ۲۰۰۴م کال راهيسې د پاکستان په قبايلي سيمو کې څه باندې ۴۰۰ ډرون بريدون کړي دي چې له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۶۰۰ پورې کسان پکې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG