د لاسرسي ځای

تازه خبر

دواړ غاړو ته مسلمانان شهيدانېږي. پرویزخټک


کوټه: د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک او د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټر مالک د خبري غونډې پر مهال
کوټه: د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک او د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټر مالک د خبري غونډې پر مهال

"موږ خو جنګ بند کړی هم نه دی. جنګ خو روان دی، چا ویل چې موږ جنګ درولی دی. نو چې جنګ روان دی، د هغه نتیجه ستاسو په وړاندې ده".

د خیبرپښتونخوا وزیراعلی پرویزخټک د جمعرات په ورځ په يوه ورځنۍ دوره کوټې ته تللی دی. او هلته يې له زلزله ځپلو سره د مرستې اعلان کړی دی. خټک وايي په بلوچستان او خیبرپښتونخوا دواړو صوبو کې باید د خبرو له لارې مسلې هوارې شي، ځکه چې د ده په وینا په دواړو صوبو کې حالات یو ډول خراب دي.


په بلوچستان کې د سيپټيمبر په ۲۴ نېټه تر راغلې زلزلې وروسته لا هم په سیمه کې د بیا رغونې کارونه روان دي. په همدې لړ کې د خیبرپښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک د جمعرات په ورځ په يوه ورځنۍ سرکاری دوره کوټې ته راغلی او له زلزله ځپلو سره يې د امداد لپاره د اته کروړه روپيو چيک د بلوچستان وزیراعلی ته ورکړ. پرویزخټک وايي په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې يو قسم د اناامنۍ پېښې روانې دي. او باید هل يې په دواړو صوبو کې د خبرو له لارې راووځي.

"په کومو حالاتو کې چې خیبرپښتونخوا ده، هم هغه حالات دلته په بلوچستان کې هم دي. نو موږ دواړه په يوه تکلیف کې راګېر يو. نو له خدایه به هم د مدد خواست کوو او زموږ به هم همدا هڅه وي. ځکه چې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان دواړو صوبو کې نوي حکومتونه دي

د جمعرات په ورځ په دې خبري غونډه کې د جنګ او امن په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې خټک زیاته کړه، په خیبرپښتونخوا کې له تېرو څو کلونو راهیسې په جنګ کې دواړ غاړو ته مسلمانان شهيدان کېږي. د ده په خبره که يوې خوا د پاکستان د پوځ، ملیشه ځواکونو، پولیسو سرتېری او اولسي وګړي شهيدان کېږي، نو هغه بلې خواته هم مسلمانان شهيدان کېږي. خټک وویل ؛په دې جنګ کې د مسلمانانو تباهي ده".

د خیبرپښتونخوا وزیراعلی په دې زور ورکړ چې په دواړو صوبو کې له مودې راهیسې جنګ روان دی، خو څه حل يې ښکاره نه شو. ځکه نو د ده په خبره اوس وار رارسېدلی چې د دواړو صوبو ستونځې د جرګو له لارې هوارې کړل شي. که څه هم خټک په خبري غونډه کې په بیا بیا د خبرو له لارې د ستونځو په هوارولو زور ورکړ، خو بیا يې هم په دې خبري غونډه کې وویل د دوی په صوبه کې د وسله والو پر ضد لا هم جنګ روان دی.

"موږ خو جنګ بند کړی هم نه دی. جنګ خو روان دی، چا ویل چې موږ جنګ درولی دی. نو چې جنګ روان دی، د هغه نتیجه ستاسو په وړاندې ده".

د ویلو وړ ده چې د بلوچستان صوبه کې د روان کال د سيپټيمبر د مياشتې په ۲۴ نېټه يوې زورورې زلزې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه، چې لا هم په سیمه کې د بیا روغونې کارونه روان دي. د خیبرپښتونخوا له حکومت سره سره د پاکستان د نورو صوبو حکومتونو تردې وړاندې لا د بلوچستان له صوبايي حکومت سره د مرستو اعلانونه کړي وو.
XS
SM
MD
LG