د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر کې جاپان د ولسي ښېګړې کارونه کوي


یو قبایلي مشر عبدالله خان اپرېدی وایي، داسې اعلانونه وشي خو بیا عمل نه پرې کېږي

مشال راډيو

د قبایلي سیمو د پرمختیایی پروژې (راها) چارواکي وايي چې د جاپان په مالي مرسته یې په خېبر ایجنسۍ کې په لومړي پړاو کې د (څوارلس میلیونو) روپیو د ترقیاتي سکیمونو منظوري ورکړې ده. دوی وايي ، له دې سره به د دې سیمې د خلکو په ژوند کې یو ښه بدلون راشي.


د یادې پروژې د فاټا پروګرام منیجر فیصل انور مشال ریډیو ته وایي:

"دوی به په خېبر ایجنسۍ کې دغه پیسې د شمسي توانایي ټیوب ویلونو جوړولو، حفاظتي بندونو، د کوڅو او نالیانو پخولو او د چینو اوبه په کار راوستو لپاره ولګېږي، چې د ځایی خلکو ورځني ژوند کې ورسره بدلون راشي، په خېبر سیمه کې خلکو ته د څښاک د اوبو لویه ستونځه ده، او دا به ورسره هواره شي او دغه خلک به د حفاظتي بندونو په ذریعه له سیلاوونو نه هم وژغورل شي"

یو قبایلي مشر عبدالله خان اپرېدی وایي، "داسې اعلانونه وشي خو بیا عمل نه پرې کېږي. او که اوس دوی په عملی توګه دغه کارونه کوی نو موږ ورسره هر ډول مرستې ته تیار یو، موږ ته د اوبو ډېر مشکل دی اوباید د شمسی توانایي په ذریعه دې زمونږ د اوبو دغه ستونځه هواره کړل شي، سیلاوونه مو کلیو ته زیانونه اړوي نو باید چې حفاظتی بندونه هم راته وتړل شي."


خو د (راها) پروژې د فاټا پروګرام منېجر فیصل انور زیاتوي:

"چی دوی به دغه سکیمونه په خپله نه کوي بلکې د سیمې د خلکو په لاس به یې کوي او اختیار به یې هم له دوی سره وي نو که اوس دغه خلک دا کارونه په سمه توګه نه کوي نو له ځان سره به زیاتی وکړي، او موږ ورته د څار ساتنې هم یو غوره پلان په پام کې نیولی دی، د فاټا سیکریټرېټ چارواکي به یې هم څارنه کوي او زموږ ټیمونه به هم ورته له اسلام آباده راځي او دغه کارونه به ګوري"

د ً راها ً چارواکو دا هم وویل چې د دې کارونو لپاره به لومړی دوی په کلیو کې ترقیاتي کمېټۍ جوړوي او د کار کولو د استعداد تربیت به ورکوي او له هغه وروسته به ورته دا پروژې ورسپاري.
XS
SM
MD
LG