د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا:دوو چاودنو ۱ملکي وګړی او ۴ماین خښوونکي ووژل


د پکتيکا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په ټراکټور موټر پسې بمي چاودنه شوې، په کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ ناوخته ماښام د پکتيکا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په ټراکټور موټر پسې بمي چاودنه شوې، چې له کبله يې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي د یادې پیښې په تعقیب نیم ساعت وروسته د پیښې سیمې ته نږدې یوې بلې بمي چاودنې څلور تنه ماین خښوونکي ووژل.


د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، چې لومړنۍ پېښه ناوخته ماښام د جانخېلو په هستي کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملکي وګړو یو عراده ټراکټور موټر په خښ شوي ماین وربرابر شو او په کې د ولي الرحمان په نوم یو تن ملکي وګړی ووژل شو او درې نور ملکیان ژوبل شول.

په تراکټور کې سواره ټول کسان ملکي وګړي ول او د خوارۍ مزدورۍ له پاره ښار ته تللي وو، چې کلي ته د راستنیدو پر مهال يې تراکټور پر خښ شوی ماین وخوت او یاده مرګ ژوبله يې رامنځته کړه، د پیښې ټپیان د درملنې له پاره روغتون ته لیږدول شوي دي.

د یادې پيښې په تړاو د پکتیکا د ولایت مقام ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته داسې وویل:

((د چاودنې له امله له بده مرغه د ولي الرحمن په نوم زمونږ يو تن بې ګناه هېوادوال مړ او درې تنه نورملګري يې ټپيان شول، یاد کسان د کار او مزدورۍ په موخه سهار له کوره وتلي وو ماښام يې غوښتل تر څو بېرته له خپلو کورنيو او ماشومانو سره يو ځای شي چې خښ شوي ماين له ياد برخليک سره مخ کړل.

له دې پېښې پوره نيمه ګړۍ وروسته څلور تنه ماين خښوونکي د همدې ولسوالۍ د جمجمو په سيمه کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول،امنيتي ځواکونو د دواړو پېښو په اړه پلټنې پيل کړي مالومات ښيي چې وژل شوي ماين خښوونکي د لومړنۍ ماين چاودنې عاملين وو چې له امله يې يو تن شهيد او درې تنه ټپيان شول.))


پکتیکا والي په یاده پېښه سخت خواشینۍ شوی او دا ډول پیښې يې د وطن او اسلام د دښمنانو کار بللی دی، نوموړي ویلي هر څوک چې بې ګناه خلک وژني او یا ورته هر ډول جسمي او رواني ضرر رسوي، د هغوی عملونه د اسلامیت او افغانیت سره په ټکر کې دي او زموږ غریب او بې ګناه هېوادوال به يې ونه بخښي.

مخلص افغان وايي، چې د کشفي ادارو لومړنۍ تحقیقات ښيي، چې وژل شويو ماین اېښودنکو په هستي کلي کې هغه ماین هم ځای پرځای کړی وو، چې په کې څلورو تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د جمجمو سيمه له هستي کلي څخه شاوخوا شپږ کيلو متره ليرې پرته ده، د دواړو پېښو په اړه افغان امنيتي ځواکونو په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي.
XS
SM
MD
LG