د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ماشومانو حقونه خوندي نه دي


د پاکستان حکومت سږ کال د ماشومانوحقونو کال ګرځولی دی نو په کار ده چې په دې لړ کې عملي اقدامات وکړي.

د ماشومانو حقونو لپاره کارکونکو غير سرکاري ادارو له حکومته غوښتي چې له ٢٠٠١ م کال راهيسې د ماشومانو حقونو په اړه د ځنډ ښکار د پنځه مسودو قانون سازي دې وکړي.


د ماشومانو حقونو ادارې سپارک اسلام اباد وياند امتياز احمد مشال راډيو ته وويل شاخوا ١٣٠ ادارې چې د ماشومانو حقونو لپاره کار کوي فيصله کړې ده چې تقريبا په لسو زرو کارډونو د ماشومانو، د هغوی د ميندو او پلرونو او د نورو خلکو لاسلیکونه به اخيستل کېږي چې بيا به یې د پاکستان وزيراعظم ته يوه مياشت پس ولېږي.

نوموړي زياته کړه د پاکستان حکومت سږ کال د ماشومانوحقونو کال ګرځولی دی نو په کار ده چې په دې لړ کې عملي اقدامات وکړي.

"په دې مسودو کې د تعليم حق، جسماني سزا، د واړه عمر ودونه، د ماشومانو حقونو قانون او د ماشومانو ژغورنه ده، نو دا هر يو ډېر ضروري دی چې، دا نه وي نو موږ بيا څنګه د ماشومانو د حقونو تحفظ کولای شو. لکه د مثال په توګه اوس ماشومتن په سکولونو کې وهل کېږي او د هغې لپاره قانون نشته نو که د چا خلاف څوک کاروايې کول غواړي نو هغه نشي کيدای. د دې کمپاین کارډونه به زياتره ماشومان لاسلیکوي او بيا به دا موږ وزيراعظم ته لېږو او له دې علاوه هم موږ مختلفو غونډو کې او د لیکونو له لارې خپلې هلې ځلې کوو"

همدا راز د ماشومانو حقونو په اړه کارکونکې يوه بله اداره سېو دې چلډرن يو چارواکي ارشد محمود وينا ده چې چېرته د دې مسودو یا بلونو منظوري ضروري ده نو هلته په قامي کچ د ماشومانو حقونو لپاره يو کميشن هم ضروری دی.

"د ماشومانو حقونو په اړه هېڅ یو کميشن نشته چې ورته کار وکړي. او بيا د پاکستان کومې نړيوالې ذمه واريانې دي چې د ماشومانود حقونو کنونشن يا په زریزه پرمختیايي موخه چې موږ لاسلیک کړی دی نو موږ په هغه کې پاته راغلي يو. څه پرمختګ مو نه دی کړی نو د دې لپاره ضروري ده چې په قامي کچ داسې يوه اداره وي چې له صوبو سره مشاروت کوي او ورسره د کار په باب رابطه هم وساتي"

کله چې مشال راډيو پدې اړه د بشري حقونو ډپټي ډاريکټر خالد لطيف سره رابطه وکړه نو د هغه وينا وه چې د ماشومانو حقونو ژغورنې مسوده او د وړوکي عمر ودونو علاوه د دوی محکمې سره کوم بلونه دې په هغه به ژر قانون سازي وشي.

"د ماشومانو حقونو په اړه قامي کميشن د جوړيدو او ماشومانو جرمونو په اړه د ترميم بل تيار دی او دغه رنګ د جسماني سزا مسودې لیکنه [سمري] هم موږ بيا جوړه کړې ده. اوس زموږ نوی سيکرېټري هم راغلی دی او هغه په بشري حقونو ډير کار کړی دی نو ډير ژر به په يو يا دوه هفتو کې دا بلونه موږ کابينې ته وړاندې کړو"

ده زياته کړه چې ماشومانو کې د تشدد پوهاوي او اګاهې لپاره په راتلونکې کې پاکستان حکومت یو پروژه هم پېلوي.
XS
SM
MD
LG