د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما پر ډورن بریدونو غلی وو


واشنګټن: د امریکا ولسمشر براک اوباما له پاکستاني وزیراعظم نواز شریف سره د خبري کنفرانس پر مهال
واشنګټن: د امریکا ولسمشر براک اوباما له پاکستاني وزیراعظم نواز شریف سره د خبري کنفرانس پر مهال

د پاکستاني وزيراعظم پر هغه غوښتنه چې په پاکستان کې د امريکايي ډرون بريدونو تړل کېدو په لړ کې يې کوي، چوپه خوله پاتې شو.

د فرانس پريس خبري اژانس په راپور کې راغلي، د امريکا ولسمشر براک اوباما د سه شنبې پر ورځ ژمنه وکړه چې حکومت به يې په افغانستان کې د جګړې له ختمېدو وروسته د دغه هېواد له راتلونکې سره تړلې د پاکستان اندېښنې په پام کې ونيسي.


نوموړی په عين حال کې د پاکستاني وزيراعظم پر هغه غوښتنه چې په پاکستان کې د امريکايي ډرون بريدونو تړل کېدو په لړ کې يې کوي، چوپه خوله پاتې شو.

راپور زياتوي، ولسمشر اوباما، وروسته له هغه چې پاکستان ته يې د ۱.۶ بيلينه ډالره ارزښت لرونکې مرستې پر ځای کړې، په سپينه ماڼۍ کې د دې هېواد د وزير اعظم نواز شريف هرکلی وکړ.

دا مرستې، چې يوه زياته برخه يې د پاکستاني پوځ له پاره ده، وروسته له هغې وځنډول شوې کله چې په ۲۰۱۱ م کال کې د امريکا خاصو ځواکونو د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن په ايبټ اباد ښار کې وواژه او په ترڅ کې يې د دواړو هېوادونو اړيکې خړ پړ شوې.

په داسې حال کې چې امريکا له افغانستانه وتلو ته تيارۍ نيسي، ولسمشر اوباما ژمنه وکړه چې د ښاغلي شريف له حکومت سره په ګډه به د يو باثباته او خودمختاره افغانستان له پاره کار وکړي.

نوموړي خبريالانو ته وويل، زه ډاډمن يم چې که په شريکه کار وکړو، هغه څه تر لاسه کولای شو چې د افغانستان له پاره ښه وي، او هم د اوږدې مودې له پاره د پاکستان په ښېګړه تمام شي.

د فرانس پريس په راپور کې ويل شوي، ډېری افغانان په وروستيو کالونو کې له طالب وسله والو سره د پاکستان مرستو ته په کتو سره د افغانستان د ثبات په اړه د دې هېواد وعدو ته د شک په سترګه ګوري.

د ښاغلي اوباما او ښاغلي شريف لخوا په خپره شوې ګډه اعلاميه کې پر طالب وسله والو غږ شوی چې د افغان حکومت د سولې له پروسې سره يو ځای شي.

نواز شريف په داسې حال کې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اسلام اباد او واشنګټن تر مينځ د همکارۍ زياتولو په خبره ټينګار وکړ، خبريالانو ته يي وويل، ما له ولسمشر سره په ليدنه کې د ډرون بريدونو موضوع هم پورته کړه، او د دغه حملو د تړلو له پاره مې ورته وويل.

دواړو مشرانو په شريکه اعلاميه کې هوډ ښکاره کړ چې د امريکا او پاکستان تر مينځ تعلق به د دواړو هېوادونو د خودمختارۍ او زمکنۍ بشپړتيا ته د احترام پر اصولو ولاړ وي.

راپور کاږي، د دوه اړخيزه همکاريو پر دې ژمنو سربېره، امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د داسې پټو اسنادو، چې ښيي د پاکستان پر خاوره امريکايي ډرون بريدونه د پاکستاني چارواکو په سلا شوي دي، د تر لاسه کولو خبر ورکړ.

د تېرې سه شنبې پر ورځ د بخښنې نړيوال سازمان هم په خپل يو رپورټ کې وويل چې په ډرون بريدونو کې د ولسي خلکو وژلو په ترڅ کې امريکايي حکومت ښايي له نړيوال قانون څخه سرغړونه کړې وي.

سپينې ماڼۍ بيا د ډرون بريدونو دفاع کړې ده او ويلي يې دي چې د دې حملو پر مهال ډېر دقت باسل کيږي چې ولسي وګړي په کې و نه وژل شي او دا چې د ترهګرو په له مينځه وړلو کې دغه بريدونه موثر ثابت شوي دي.
XS
SM
MD
LG