د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د ګوزڼ نړیواله ورځ لمانځل کېږي


ماشومانو ته د ګوزڼ حفاظتي څاڅکو ورکوونکو ډلو کارکوونکي هم له خلکو غواړي چې د دوئ د امنيت په خوندي کولو کې مرسته ورسره وکړي

نن چارشنبه په نړۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي ورځ لمانځل کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې ماشومانو ته له يادې نارروغۍ څخه پر حفاظتي څاڅکو ورکونکو ډلو بريدونه شوي او يو شمېر کارکوونکي په کې وژل شوي دي.


په پاکستان کې ماشومانو ته له پوليو څخه د حفاظت څاڅکي ورکوونکي حکومتي ټيمونه وروسته له هغې د وسله والو بريدونو ښکار شول، کله چې د ۲۰۱۱ م کال په مۍ مياشت کې د امريکا خاصو ځواکونو په ايبټ اباد ښار کې د القاعده پخوانی مشر اساما بن لادن وواژه.

ويل کيږي چې د امريکا استخباراتي ادارې سي آی ای د پوليو د يوه جعلي کمپاين په ترڅ کې د ايبټ اباد په يوه کور کې د بن لادن او د هغه د بچيانو موجوديت يقيني کړی وو.

پاکستاني طالبانو بيا د پوليو د مخ نيوي موضوع پر قبايلي سيمو کېدونکيو ډرون بريدونو سره وتړله او و يې ويل چې تر څو دغه بريدونه تړل شوي نه وي، دوئ به د پوليو ټيمونه ماشومانو ته له يادې ناروغۍ څخه د حفاظت واکسين ورکولو ته پرېنږدي.

د قبايلي سيمو له پاره د پاکستان په صحت محکمه کې مرستيال ډايرکټر ډاکتر فضل مولا ، په داسې حال کې چې په ځينو قبايلي سيمو کې د پوليو د نويو کيسونو مخې ته د راتلو خبرونه تاييدوي، ډاډ څرګندوي چې په يادو سيمو کې دوئ خپل کمپاين پيل کړی او دا چې تر اوسه له کومو امنيتي خطرونو سره نه دي مخامخ شوي.

"د خيبر ايجنسۍ نه دوه او د شمالي وزيرستان نه يو د پوليو نوي کيسونه رپورټ شوي دي. نن پينځمه ورځ ده چې په خيبر ايجنسۍ کې مو کمپاين پيل کړی دی. او په شمالي وزيرستان کې هم چې کوم حکومتي چيک پوسټونه دي، زموږ ټيموه پرې ناست دي او ماشومانو ته واکسين ورکوي. د پېښور، بنو او ډيره اسماعيل خان په نيمه قبايلي سيمو کې مو سر له ننه کمپاينونه پيل کړي دي. تر اوسه پورې کومه امنيتي خطر مخې ته نه دی راغلی، او ټيمونه لګيا دي، خپل کار کوي."

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په ځينو سيمو کې د پوليو د مخ نيوي پر ټيمونو بريدونه وشول، چې په ترڅ کې يې د دغه کمپاين يو شمېر کارکوونکي ووژل شول.

د يادې صوبې له پاره د پوليو د مخ نيوي د ادارې مشر ډاکتر جانبار افريدي مشال راډيو ته وويل چې د امنيتي خطرونو باوجود دوئ خپل کمپاين جاري ساتلی دی. نوموړی زياتوي چې د پاکستان د داخله چارو وزارت او پوليس ورسره په دغه لړ کې پوره مرسته کوي.

"پروګرام ښه روان دی، که څه هم چې په پيل کې خورا زيات متاثره شوی وو. اوس هم په ځينو ځايونو کې خطرونه شته دي. تر اوسه پورې زموږ د ټيمونو قريباً ۱۵ تنه کارکوونکي شهيدان شوي دي. حکومت زموږ د ټيمونو د امنيت ساتنې په برخه کې پوه کوشش کوي، په تېره د پاکستان د داخله چارو وزارت او پوليس راسره ډېره مرسته کوي."

د پوليو پر حکومتي کمپاين داسې نيوکې هم مخې ته راغلي دي چې ګنې ماشومانو ته له يادې ناروغۍ څخه د حفاظت واکسين ورکول د اسلامي تعليماتو له پلوه صحيح کار نه دی.

په پېښور کې د مولانا راحت حسين په نوم يو ديني عالم بيا دغه اعتراضونه ردوي او وايي چې د پوليو کمپاين پر ضد پاکستاني علماوو هيڅ کومه فتوی نه ده ورکړې.

(( موږ ته په دې کې له شرعي، صحي او يا هم تکنيکي پلوه کوم قباحت نه مالوميږي. په پاکستان کې ډېر لوی مفتيان شته، چې تر اوسه پورې يې داسې کوم دريځ نه دی راوړی چې ګنې د پوليو کمپاين غير شرعي دی. دا چون اجتماعي موضوع دا او په دغه رقم مسايلو کې د اجتماع فتوی لازمي وي. يو فرد د دې کمپاين پر خلاف خپله رای ورکولای شي، خو کومه فتوی نه شي جاري کولای.))

د پوليو نړيوالې ورځې په مناسبت په خيبر پښتونخوا کې د دې نارغۍ د مخ نيوي ادارې مشر ډاکتر جانباز افريدی د صوبې له خلکو غواړي چې د دوئ له کمپاين سره مرسته وکړي.

((زما پيغام ټولو خلکو ته دا دی چې زموږ له کمپاين سره پوره تعاون وکړي. نه يوازې خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي، بلکې د واکسين ورکوونکو تنانو امنيت هم خوندي کړي. او دغه راز نړۍ ته وښيي چې موږ مهذب خلک يو او د خپلو ماشومانو او د هغوئ د ميندو د صحت په حفاظتي چارو پوهيږو او پوره پوره خيال يې ساتو.))

ماشومانو ته له پوليو څخه د حفاظت څاڅکي ورکوونکو ټيمونو کارکوونکي هم له خلکو غواړي چې د دوئ د امنيت په خوندي کولو کې مرسته ورسره وکړي او خپل ماشومان له ټول عمري معذورتيا څخه وژغوري.
XS
SM
MD
LG