د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان نا لوستې کیسه


Afghanistan - Handicrafts and art works exhibition in Herat province, 28Apr2013
Afghanistan - Handicrafts and art works exhibition in Herat province, 28Apr2013

دا مهال چې افغانستان د انتقال وروسته مرحلې ته د حرکت په حال کي دی، په دي هیواد کي پراخه خوشبیني هم موجوده ده.



فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې : د افغانستان نا لوستې کیسه – تر سرلیک لاندی یو اوږد تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوې برخه کي یي راغلي:

په داسي حال کي چې افغانستان د عصري اقتصاد جوړولو لپاره چې تر ډيره حده په بهرنیو مرستو تکیه دی، هلي ځلې کوې، ددي هیواد د ورانې شوې اقتصادي زیربنا تنظیمول او بیا رغاونه ډيره مهمه ده.

خپرونه لیکي: دا مهال چې افغانستان د انتقال وروسته مرحلې ته د حرکت په حال کي دی، په دي هیواد کي پراخه خوشبیني هم موجوده ده. سره له دي چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو موده کي د افغانستان ناخالص کورنی عاید تر ډیره حده په بهرنیو مرستو ولاړ و، د افغانستان د مخابراتو، زراعت او کانونو د پراختیا په برخو کي ستر پرمختګ شوی او د هغه حیاتې ثبات لپاره لار هواروي چې د آزاد بازار لپاره زیات اهمیت لري.

فارین پالیسي لیکي: کارپوهان اټکل کوي چې افغانستان د یو او دریو تریلونو ډالرو تر منځ د تیلو، طبیعي غاز، سروزرو، مسو، اوسپني اونورو طبیعي زیرمې لري. تر ټولو مهمه شتمني او صنعت د افغانستان د مرمرو صنعت دی چې په نړۍ کي دغه صنعت ته د اړتیا له برکته به په جنګ ځپلې افغانستان کي د بري او سوداګرۍ امکانات برابر شي.

خپرونه په افغانستان کي د پانګوونې د ملاتړ ادارې (آیسا) په حواله لیکې چې له ۲۰۰۸ کال راهیسي په افغانستان کي د مرمرو صنعت په سلو کي شپیته وده کړي او دې ودې په نورو صنعتونو هم مثبت اغیز کړیدی.

فارین پالیسي خپرونه لیکي: افغانستان، اروپا او آسیایی هیوادو ته مرمر صادروي او له دي درکه په کال کي شاوخوا پنځلس میلونه ډالره تر لاسه کوي . افغانستان د مرمرو په برخه کي په سیمه کي تر ټولو ستر صادرونکی هیواد دی او که کارونه یي نور هم تنظیم شي، افغانستان به له دي درکه تر ۲۰۱۸ کاله پوري شاوخوا ۷۰۰ میلونه ډالره عاید ولري.

خپرونه وړاندي لیکي: د وسله والو جګړو کارپوهان له اوږدې مودې په دي بارو دي چې اقتصادي سوکالي او کافي پراختیا د امنیت په صورت کي رامنځ ته کیږي، خو که چیري بریالۍ ستراتیژي موجوده وي، دا مفکوره بدلولاي شي، پدي معنی چې د افغانستان په لویدیځ کي د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د کانونو صنعت موجود دی چې ددي هیواد اقتصاد پر مخ وړي او په نتیجه کي به یي بالاخره امنیت هم ټینګ شي. که څه هم چې د افغانستان په لویدیځ کي دا مهال امنیت ډیر ښه ندی، خو بیا هم د مرمرو صنعت او د عایداتو تر لاسه کول په کي دوام لري.
XS
SM
MD
LG