د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان مو یو مهم ستراتیژیک ملګری دی. اوباما


پاکستان مو یو مهم سترتیژیک ملګری دی. اوباما
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:12 0:00

واشنګټن: د ولسمشر براک اوباما او نواز شریف خبري غونډه

نوازشریف وویل، له اوباما یې وغوښتل چې د پاکستان پرخاوره دې د بې پایلټه الوتکو حملې ودرول شي، او د افغانستان پرحالاتو یې هم ورسره خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشربراک اوباما د ترهګرۍ ضد مبارزه کې پاکستان خپل یو مهم ملګری وباله. اوباما دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې له وزیر اعظم نوازشریف سر تر کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړې.

ولسمشر اوباما زیاته کړه:

"د امریکا متحدایالات پاکستان یوډیرمهم ستراتیژیک ملګری بولي. موږ په دې باور یو چې که پاکستان امن او سوکاله وي دا یواځې د پاکستان په ګټه نه بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه هم دی. موږغواړو، په خپل ټول وس له وزیر اعظم نواز شریف سره چې دغه هدف ته د رسیدو لپاره یې کلکه اراده کړې، مرسته وکړو."

نوازشریف وویل، له اوباما یې وغوښتل چې د پاکستان پرخاوره دې د بې پایلټه الوتکو حملې ودرول شي، او زیاته یې کړه چې د افغانستان پرحالاتو یې هم خبرې وکړې.

"پاکستان او امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې روانه مبارزه کې ګډه همکاري مخ ته وړي. موږ موافقه وکړه چې دغه همکاري به پیاوړی کوو. ما په غونډه کې دغه راز د ډرون حملو مسله هم یاده کړه او ټینګارمې وکړ چې دغه حملې باید پای ته ورسول شي."

اوباما په خپلو څرګندونو کې د ډرون حملو یادونه ونه کړه خو ویې ویل چې دوه اړخیزې اړیکې د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته د درناوی پراصولو ولاړې دي.

اوباما یادونه وکړه چې په تیره یوه لسیزه کې له ترهګرۍ سره په تړاو شخړو کې له څلویښت زرو زیات پاکستاني وګړي وژل شوي دي.

"دا ښکاره خبره ده چې په دغو ترهګرو حملو کې تربل هرچا زیات پاکستاني ولسي وګړي وژل شوي دي او زه په دې پوه یم چې وزیر اعظم نواز شریف کلکه اراده لري چې د پاکستان دننه د ترهګرۍ پیښې کمې کړي او هم ښایي تریوه حده نورو هیوادونو ته د دغو فعالیتونو د غځېدو مخنیوی وکړي. دا یوه غټه ستونزه ده. دا ساده خبره نه ده. موږ ګډ کارکولو ته ژمن یو اودا ډاډ حاصلو چې د غه مسله د دواړو هیوادونو ترمنځ د کړکیچ سرچینه نه بلکې د ګټورې او دوه اړخیزه درناوي پر اصولو ولاړد ګډې همکاری د پیاوړي کیدو سرچینه شي."

د پاکستان وزیر اعظم دغه راز وویل چې ده له اوباما سره د افغانستان پرحالاتو هم خبرې وکړې اوپه خپل ګاونډي کې یې د ثبات د ټینګیدو لپاره پرخپلې ژمنې یوواربیا ټینګاروکړ.

"د افغانستان په اړه، په دې کې باید هېڅ شک ونه شي چې موږ یوه سوله ایز او ثبات لرونکي افغانستان ته ژمن یو. زموږ دغه اراده به کمزورې نه شي. لکه د پخوا په څیرموږ به د یوموټي سوله ایز او امن لرونکي افغانستان په جوړولو کې د امریکا له متحدو ایالتونو سره همکاری ته دوام ورکړو."

دواړو مشرانو دغه راز له هند سره د پاکستان د اړیکو د ښه کیدو او له یوې معقولې لارې د کشمیر د لانجمنې سیمې د حل لارې پرڅرنګوالي هم خبرې وکړې.
XS
SM
MD
LG