د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسرار ګنډه پور د وژونکو خلاف د اېف ای ار غوښتنه


اسرار الله ګنډه پور د لوی اختر پر لومړۍ ورځ یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو
اسرار الله ګنډه پور د لوی اختر پر لومړۍ ورځ یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو

د اسمبلۍ په غونډه کې د اپوزیشن غړو د هغه وژنه په کلکه وغندله او حکومتی غړو په دې پېښه سخت خپګان وښود.


پيښور: د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د شورو پر ورځ د وژل شوي پارلماني غړي اسرارالله ګنډاپور په اړه د مخالفو ګوندونو په غوښتنه په رابلل شوی غونډه کې هغه ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړل شوې او په اسمبلۍ کې د هغه پر خالي څوکۍ د ګلونو ګېډۍ او ډیوې بلې کړل شوې وې.


اسرار الله ګنډه پور د تېر لوی اختر پر لومړۍ ورځ د وسلوالو ډلو په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی وو.

د اسمبلۍ په غونډه کې د اپوزیشن غړو د هغه وژنه په کلکه وغندله او حکومتی غړو په دې پېښه سخت خپګان وښود.

د پاکستان پیپلز ګوند د اسمبلۍ غړې نګت اورکزۍ مشال ریډیو ته وویل په کار ده چې د هغې پېښې ایف آئ آر د هغه وسلوالو ډلو پر په ضد درج کړل شی چې د برید ذمه واری قبوله کړې ده او داسې نه چې د نامعلومه وسله والو پر ضد دې ایف آی آر درج شي.

د یادونی وړ ده چی صوبايي وزیر اسرارالله ګنډاپور د لوی اختر په مازیګر د وسلوالو په ځانمرګي برید کې هغه مهال وژل شوی وو کله چې هغه په خپله حجره کې د خپل کلي له ولس سره د اختر مبارکي کوله. د هغه د وژلو ‌ذمه واري انصارالامجاهدین نومې وسلوالې ډلې قبوله کړې ده.
XS
SM
MD
LG