د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېواد مې د ترهګرۍ ملاتړ کوي. پاکستانی پخوانی سفیر


د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني
د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني

پاکستان په جنوبې اسیا کې یو سیمه ایز مشر هیواد تر هغو نشې جوړیدائ، چې تر څو یې د ترهګرۍ ملاتړ نه وي پرې اېښی.


بلومبرګ ویب پاڼه لیکي ، د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې د هغه ترګرو ډلو په ختمولو کې ناکامه ښکاري، چې په دغه هیواد او سیمه کې ترهګر بریدونه تر سره کوي، او بدامني خوروي.


امریکایې ویب پاڼه بلومبرګ کې جېفري ګولډ برګ لیکي، د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې په سیمه کې د هغه ترهګرو ډلو سره مرستې کوي، چې په ګاونډي هیواد افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو خلاف وسلوال بریدونه تر سره کوي.

بلومبرګ د هغه کتاب حواله ورکوي، چې د دغه هیواد پخواني سفیر حسین حقاني لیکلی دی، او ډیر ژر به چاپ هم شي، به دې کې ویل شوي دي، پاکستان د ترهګرو ډلو مرسته کوي.

په دغه کتاب میګنیفسینټ ډیلوژنز (څرګنده خړپړتیا) کې حقاني وايي، د ده وطنوال به یوه ورځ له دې ریښتیاو نه هم خبر شي، او زیاتوي پاکستان په جنوبې اسیا کې یو سیمه ایز مشر هیواد پر دې هم نشې جوړیدای، چې تر څو یې د ترهګرۍ ملاتړ نه وي پرې اېښی.

بلومبرګ لیکي دا یوه ډیر ناشنا خبره ده، حسین حقاني چې په امریکا کې له ۲۰۰۸م کاله تر ۲۰۱۱م کال پورې د پاکستان سفیر پاتې شوی دی، او دا هغه وخت وو، چې د القاعده مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو، دا خبره مني چې د پاکستان حکومت، پوځ او استخباراتي ادارې د هغه ترهګر ډلو ملاتړ کوي، چې د دغه هیواد پر ولس بمي حملې کوي.

امریکایې چارواکي او د نړۍ یو شمیر استخباراتي ادارو چارواکي داسې فکر کوي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې د ترهګرو ډلو مالي مرستې کوي، خو حسین حقاني په هغو پیژندل شوو کسانو کې یو دی، چې له دغه خبرې سره اتفاق کوي، او په خپل کتاب کې یې هم لیکلي دي.

پر حسین حقاني په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ لخوا سختې نیوکې هم وشوې، او د هغه د کار وخت پر دې هم ختم کړل شو، چې د هغه مخالفو کسانو داسې فکر کاوو، حسین حقاني د پوځ خلاف کار کوي. هغه اوس پر ده د ځینو لګول شوو بندیزونو له وجې په امریکا کې ژوند تیروي.

د امریکا او پاکستان اړیکې په تیرو کالونو کې له یو شمیر مسلو تېرې شوې دي، او د حسین حقاني د کتاب موضوع هم د دغه دواړو هیوادونو تعلقات دي.
XS
SM
MD
LG