د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د اې اېن پي یو مشر ظاهر کاسی وتېښتول شو


د اې اېن پي بلوچستان یو مشر ارباب عبدالظاهر کاسی
د اې اېن پي بلوچستان یو مشر ارباب عبدالظاهر کاسی

پوليس زیاتوي چې وسلوالو د ښاغلي ظاهر ډرايور نه دی تېښتولی. پولیس له ډرایيوره د پېښې او تښتوونکو کسانو په اړه پلټنې پېل کړې.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې نن تر غرمې مخکې له پټیل باغ سړکه ناڅرګندو وسله والو د عوامي نېشنل ګوند يو مرکزي مشر ارباب ظاهر تېښتولي دی.


په کوټه کی د مشال خبر یال د ځايي پوليس چارواکو له خولې وايي، چې نن سهار ارباب عبد الظاهر کاسی پر پټېل سړک په خپل ګاډي کې تېرېدو چې نامالومو وسله والو د هغه ګاډی ودرولو او دی يې له ځان سره يووړو.

پوليس وايي چې درې وسلوالو په يو سپين موټر کی ښاغلي ظاهر د وسلي په زور وتېښتولو.

پوليس زیاتوي چې وسلوالو د ښاغلي ظاهر ډرايور نه دی تېښتولی. پولیس له ډرایيوره د پېښې او تښتوونکو کسانو په اړه پلټنې پېل کړې.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې ارباب کاسی به چا تښتوولی وي. خو ارباب عبدالظاهر کاسی د کاسي قبیلې مشر دی، او د عوامي نیشنل ګوند پخوانی صوبايي صدر هم پاتې شوی دی؛.

بلي خوا ته د عوامي نېشنل ګوند د سیاستوال تر تښتوونې وروسته د ياد ګوند ټول صوبايي مشران د نوموړي په کور راغونډ شوي دي. د کاسي تر تښتوولو وروسته په پټېل او ارباب کرم خان روډ دوکانونه بند شوي، او ځينو پلويانو يې احتجاج هم کړی. د ارباب عبدالظاهر کاسي د تښتوولو مسوولیت هېڅ یوې ډلې لا هم قبول کړی نه دی، خو په کوټه کې د پېسو لپاره د سړي تښتوونې پېښې له مودې راهیسې دوام لري.

ارباب کاسی په داسې حال کې تښتوول کېږي، چې د سيپټيمبر میاشتې پر اوولسمه نېټه ددې ښار له پښين سټاپ سیمې څخه وسله والو د زړه د ناروغيو متخصص ډاکتر مناف ترین تښتوولی او لا هم د ډاکترانو د اتحاديې له خوا احتجاج روان دی.

د ویلو وړ ده چې په کوټه کې له عامو شتمنو وګړيو سره سره تجاران، ډاکتران او وکیلان وخت ناوخته د نامالومه وسله والو له لوري تښتوول کېږي، چې بیا د خوشي کېدو لپاره په کروړونو روپۍ تاوان له کورنۍ څخه غوښتل کېږي.
XS
SM
MD
LG