د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکایان دې پاکستان کې پانګونه وکړي


واشنګټن: د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د امریکا بهرنو چارو وزیر جان کېري سره ویني.
واشنګټن: د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د امریکا بهرنو چارو وزیر جان کېري سره ویني.
د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ویلي ـــ په کار ده د ترهګرۍ پر وړاندې شريکه جګړه کې د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې لا نورې پسې ښې او پياوړې شي.

د امريکا د څلور ورځنۍ دورې پر مهال د بيلابيلو امريکايي چارواکو سره د ملاقاتونو لړ کې د امريکا د انرژۍ د وزير سره ملاقات کړی او امريکايان يې هڅولي چې په پاکستان کې سرمايه کاري وکړي.

د پاکستان د سرکاري ريډيو د يو خبر ترمخه نوموړي پرون د امريکې د انرژۍ د وزير ارنيسټ مونيز سره ملاقات وکړ او له هغه يې غوښتنه وکړه چې د پاکستان د انرژۍ د بحران د ختمولو لپاره دې ورسره په دې برخه کې د اقتصادي همکاريوو تړونونه لاسليک کړي.

نواز شريف پرون د پاکستان او امريکې د تجارت کونسل غړو او سوداګرو سره هم ملاقات وکړو.

تر دې وړاندې د پاکستان وزيراعظم، نوارشريف د امريکا د بهرنيوو چارو د وزير جان کيري سره ملاقات کړی وو. جان کيري واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې تمه لري د نواز شريف د ورتګ سره به د پاکستان او امريکې ترمنځ سټريټيجيکي خبرې بيا شروع شي. نوازشريف به سبا د امريکايي ولسمشر باراک اوباما سره ملاقات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG