د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې نندارتون،لاسي توکي او د ادارو فعالیتونه


په خوست کې د لاسي صنایعو او د دولتي ادارو او غیر دولتي موسسو د فعالیتونو دوه ورځنۍ نندارتون پرانیستل شو،

په خوست کې د لاسي صنایعو او د دولتي ادارو او غیر دولتي موسسو د فعالیتونو دوه ورځنۍ نندارتون پرانیستل شو، د نندارتون مسوولین وايي، چې په دې سره به له یوې خوا خلک د بیلابیلو ادارو له فعالیتونو سره بلد شي او بل لوري ته به د یاد ولایت تولیداتو ته بازار موندنه وشي.


د سه شنبې په ورځ د خوست د جرګو تالار په ودانۍ او انګړ کې داسې نندارتون د دوو ورځو له پاره پرانیستل شو، چې په هغه کې دولتي ادرارو، غیردولتي موسسو، انجیوګانو، مدني بنسټونو، سوداګریزو شرکتونو او د کارخانو مالکینو خپل تولیدات او خدمات نندارې ته وړاندې کړي دي.

دا په خوست کې لومړی ځل دی چې یو لوی نندارتون په نسبتاً معیاري بڼه د سیکا یا د کلیدي سیمو له پاره د ثبات برنامې له لارې په لار اچول شوی او د هغې له پاره غرفې په منظمه بڼه جوړې شوي او د هرې غرفې په پاسنۍ برخه د خدماتو د عرضه کوونکي ادارې یا شرکت نومونه ځوړند شوی دی.

په خوست کې د سیکا برنامې مسوول واحد الله مشال راډیو ته وویل، چې له دې نندارتون څخه په استفادې به د خدماتو عرضه کوونکې ادارې او شرکتونه خلکو ته خپل فعالیتونه په ډاګه کړي او دا به له خلکو سره مرسته وکړی، چې د اړتیا وړ کار له پاره کومې ادارې ته مراجعه وکړي:

((د خدماتو عرضه کوونکي دولتي او غیر دولتي ادارې په دې نندارتون کې ګډون کوي، دوی له پاره غرفې اېښودل شوي دي او د دې غرفو له لارې به دوی د خپلو ریاستونو او ادارو په اړه مالومات ورکوي، چې کوم خدمات دوی د خلکو له پاره وړاندې کوي، او څرنګه خلک کولای شي چې د دوی له خدمتونو څخه په ښه ډول برخمن شي تر څو وړاندې کیدونکو خدماتو ته يې لاسرسۍ ولري.))

د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د اقتصاد رئیس انجینر حمید شاه وویل، چې دا د دولتي او غیر دولتي ادارو له کاري مسیر سره د خلکو د اشنایۍ یوه وسیله ده:

((نننۍ نندارتون چې دایر شوی دی، اصلاً د ولس او خلکو اشنايي ده له دولتي او سکټوري اداراتو له کاري مسیر سره، تر څو هغوی له دې سره اشنا شي چې کومه اداره په کوم مسیر کې فعالیت کوي او دوی د خدماتو په برخه کې اړوند چینل تعقیب کړي تر څو له هماغه چینل نه خپل خدمات ترلاسه کړای شي.))

د ولایتي شورا وکیلې زهره جلال مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې خوستۍ میرمنې له عادي شیانو داسې توکي جوړوي چې په ډېرو انتیکو شیانو او عصري ځایونو کې کارول کیږي:

((زموږ خویندي له ډېرو عادي، عادي شیانو څخه ډېر ښه ښه توکي جوړوي، چې هغه د ښکلا وړ ګرځي هغه د ارزښت وړ ګرځي او هغه په ډېرو ښایسته او انتیکو ځایونو کې په کار راځي.))

د هېواد پال ځواک ټولنیز بنسټ مسوول ولي مت خان خادم وايي، چې په دې سره ادارې لا ډېرې هڅول کیږي او خپلو مسولیتونو ته متوجه کیږي:

((په بیلابیلو برخو کې دلته د نندارې له پاره غرفې لږیدلي دي، چا چې فعالیتونه کړي هغوی خپل فعالیتونه دلته نندارې ته اېښودلي دي، په دې سره خلک د دوی له فعالیتونو سره اشنا کیږي، بل دا د هغو ادارو په تشویق او هڅونه کې هم موثر تمامیږي او خپل فعالیتونه لا ډېروي.))

د مدني ټولنې فعاله نعت بي بي عمري وویل که چیرې موږ له خپلو تولیداتو څخه په ورځني ژوندانه کې ګټه واخلو نو د ګاونډیو هېوادونو له یو شمېر کلتوري اغېزو څخه خوندي پاتې کیدای شو:

((په خوست کې خویندې داسي لاسي توکي جوړوي، چې د افغانستان په نورو ولایتونو او سیمو که وګرځئ داسې لاسي توکي څوک نه شي جوړولای، بله ګټه يې دا ده چې موږ به د پردیو د کلتور له اغېزو خلاص شو، لکه بیلابیل توکي چې موږ يې جوړولای شو هغه موږ ته له ایران، پاکستان، تاجکستان او چین څخه راځي، زموږ خویندې دستکاولونه، ټوکرۍ، شکارونه، پنې، مره دوزي کمیسونه، ټکري جوړوي او د چورمو والا کمیسونه جوړوي.))

په خوست کې یو تن ازاد خبریال وايي، چې په دا ډول فعالیتونو سره د ادارو په فعالیتون کې اغېزمنتوب او زیاتوالۍ رامنځته کیږي:

((نوم مالي خان یعقوبي دی په خوست کې ازاد خبریال یم، دا نندارتون چې نن او سبا به دوام کوي او په خوست کې دایر شوی دی، ډېر ګټور دی ځکه چې په دې سره د خدماتو عرضه کوونکې ادارې هڅول کیږي او تشویقیږي او په دې سره يې فعالیتونه نوره هم پسې زیاتیږي.))

د یادونې وړ ده په تېره کې هم په خوست کې یو شمېر نندارتونه جوړ شوي، خو ځايي خلک وايي که چیرې د خوست د لاسي تولیداتو له پاره د هېواد په کچه په لویو ښارونو او له هېواده بهر د توکو نندارتونونه په لار واچول شي نو د دې سیمې لاسي تولیداتو او وچو میوو ته به په ښه بیه بازارونه وموندل شي.
XS
SM
MD
LG