د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ږوب سېلاني سیمه سیليځی


د ږوب سېلاني سیمه سیليځی
د ږوب سېلاني سیمه سیليځی

د دوبي په موسم کې د ښار له ګرمۍ او ګڼې ګوڼې تنګ خلک اکثره غرمه او ماځيګری په سیليځي کې د جګوجګو ونو تر سوري لاندې او د تکو شنو اوبو تر څنګ تېروي.

سیليځی د ږوب له ښاره په څو کیلوميتره پرته هغه ښکلې سیمه ده چې د ږوب ښار وګړي د رخصتۍ او اخترونو په ورځو کې هم دلته د سېل او مېلو لپاره ځي.


د ځوانانو سندرې، د ډول ډنګا او اتڼونه دا هر څه نه يواځې په يوه ځای کې بلکې د اختر په ورځو کې د سیليځی په هره سیمه کې همدا تر سترګو کېږي. سیلياځه د ږوب له ښاره ختيځ لور ته د شاوخوا لس کيلوميترو په واټن سیلیاني سیمه ده، چې د ښار وګړي په عامو رخصتيو کې عموماَ خو د اختر په ورځو کې خصوصاَ همدې سېلياني سیمې ته مخه کوي.

د دوبي په موسم کې د ښار له ګرمۍ او ګڼې ګوڼې تنګ خلک اکثره غرمه او ماځيګری په یاده سیمه کې د جګوجګو ونو تر سايې لاندې او د تکو شنو اوبو تر څنګ تېروي. خو په اخترونو کې بیا په دې سېلیاني ځای کې د مېلو او د خلکو ګڼه ګوڼه تر بل هر وخت زیات لیدل کېږي.
د سیليځي ټکی د رېښې له پلوه ښايي د سیل یا خوړونو یو ځای کېدل، ځکه چې پر همدې سیمه ګڼ خوړونه رایوځای کېږي.
که څه هم د ږوب ټوله سیمه غریزه ده او لوی لوی ځنګلونه او د اوبو ګڼې چينې لري، خو سېلاني ځايونه هم د دې سیمې د بلې هرې پښتون مېشتې سیمې زیات دي. د کسې غر، شين غر، اصغر تنګی، وياله، موسه خول، د بابړو خوړ په شمول ډېری سېلځايونه لري خو د ښار د ګړيو په خبره دا چې سیليځی تر ټولو سېلځايونو ښار ته نيژدې دی، نو ځکه د ډېری وګړيو د سېل لپاره لومړنی هدف همدا وي. مېر حسن اتل چې د ږوب سیمې او بل لیکوال او شاعر دی، د سیليځي د سېلاني سیمې په اړه وايي:

؛ سیليځی په اصل کې ښار ته تر ټولو نېژدې ځای دی. او ډېره ښکلې او پراخه سیمه ده. سړک پوخ ورته راغلی او په شاوخوا دوولس دیارلس کیلوميتره باندې دی. هر څوک ورته راتلای شي. اکثره وګړي په رخصتيو کې، د خوشالۍ په ورځو او په اخترونو کې بېخي زیات راځي؛.

د ږوب سیمې ته چې کله له بل ښار څخه کوم مېلمه راځي، نو د ښار وګړي يې تر ټولو مخکې د همدې سېلیاني سیمې ته لیدو لپاره بیايي. په کراچۍ کې د يوې اردو ورځپاڼې خبریال ضیا مندوخېل هم د اختر د رخصتيو لپاره خپل پلارني ټاټوبي ږوب ته راغلی او هم د اختر په ورځو کې له خپلو ملګرو سره سیلياځې ته په مېله راغلی. مندوخېل خپل دا د خوښۍ احساسات له مشال سره همداسې شریک کړل.

؛ زه دلته راغلی یم. او ډېر د خوشالۍ احساس کوم. ټول کال په کار کې يو نو چې دلته کله راشو، سخت خوند پرې واخلو. دلته اتڼونه وکړو، غاړې ووايو. او خپل کلتور مو بېرته را ژوندی کړو. او په موږ کې یو نوی احساس پيدا شو. دلته له خلکو، له ملګرو او خپلوانو سره ووينو. نو ډېر د خوښۍ احساس کوم؛.

د ویلو وړ ده چې د اختر په ورځو کې د ږوب وګړي بېل بېل سیلځايونو ته مخه کوي. خو ډېری نور يې بیا د ږوب د موټرو په تمځای کې تر اختر وروسته هم تر ډېره وخته اتڼونه کوي، غاړې وايي او د اختر تر تېرېدو وروسته هم د اختر خوشالۍ لمانځي.

د ږوب سېلاني سیمه سیليځی
د ږوب سېلاني سیمه سیليځی


د ږوب سېلاني سیمه سیليځي ته ورغلي سېلانیان
د ږوب سېلاني سیمه سیليځي ته ورغلي سېلانیان


د ږوب سېلاني سیمه سیليځي ته ورغلي سېلانیان اتڼ کوي
د ږوب سېلاني سیمه سیليځي ته ورغلي سېلانیان اتڼ کوي


د ږوب سېلاني سیمه سیليځي ته ورغلي سېلانیان اتڼ کوي
د ږوب سېلاني سیمه سیليځي ته ورغلي سېلانیان اتڼ کوي
XS
SM
MD
LG