د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرون بریدونو بندول به پر وسلوالو څه اغېز ولري؟


که ډرون بريدونه ودرېدل نو له دې سره به وسله والو ډلو ته ګټه ورسيږي. ما اورېدلي دي چې حکيم الله مسود د ډرون د وېرې له وجي ځان ته ستنې لګوي.


د بخښني نړيوال سازمان د ډرون بريدونو په تازه رپورټ کې ويلي، چې د امريکا د بې پایلټو الوتکو بريدونه ښايې جنګي جرم و ګڼل شي.


د بخښني نړيوال سازمان د ډرون بريدونو تازه رپورټ نوم (ول آی بي نيکسټ ؟ يو ایس ډرون سټرائکس ان پاکستان یعني په پاکستان د ډرون بریدونه بله نښه به زه یم؟ دی.

دا لومړی ځل نه ده چې د بشري حقونو نړيوال سازمان د ډرون بريدونو په اړه يو رپورټ خپروي. تر دې وړاندې هم بېلا بېلو غير حکومتي ادرو په دې اړه څيړنې کړي دي. ځينې ډرون بريدونه ترهګرۍ ضد جګړه کې ګټور خو ځينې يې بيا تاواني بولي.

خو د ډرون بريدنو د قانوني يا غير قانوي کيدل، سياسي ګټو يا د دې د تاوانونو د بحثونو پرته که دا پوښتنه راپورته کړل شي. که چېرې د فشار له مخي امريکا ډرون بريدونو ودروي او يا بيا پکې کمی راولي نو د دې به پر القاعده او نورو وسله والو ډلو څه اغيز وي. د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه بريګيډيئر محمود شاه وايي، د بې پائلټه الوتکو د حملو ودرېدل يا کمېدل به وسله والو ته ګټه ورسوي.

( که ډرون بريدونه ودرېدل يا کم شول نو له دې سره به وسله والو ډلو ته ګټه ورسيږي. زه تر دې حده تاسو ته ويلای شم، ما اورېدلي دي چې حکيم الله مسود ډير وېرېدلی دی او د دې وېرې له وجي ځان ته ستنې لګوي. زما په خيال که ډرون بریدونه ودرېدل نو دوی به په آرام شي.)

د ډرون بريدونو مخالفت په څو حوالو کيږي. يو د دې قانوني اړخ دی، بل دا دليل ورکول کېږي چې پکې بې ګناه خلک وژل کېږي او درېيم اړخ دا دی چې پاکستان وايي دا حملې یې د هيواد د حاکمیت سرغړونه ده، خو د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه پخوانی جنرل طلعت مسعود وايې، په بريدونو کې که يو طرف ته بې ګناه خلک وژل کيږي خو بل طرف ته د طالبانو په حملو کې هم ډير بې ګناه خلک وژل شوي دي. د ده په وينا هم دې ته په کتو سره که چېرته ډرون بريدونه ودرول شي او يا کم کړل شي نو له دې سره به په قبایلي سيمو کې مېشتو وسلوالو ته د سرګرميانو لپاره لاره نوره هم خلاصه شي.

(زما خپل شخصي نظر دا دی چې که ډرون بريدونه ودرېدل نو دوی ته به د کاروايانو لپاره بېخي لاره نوره هم خلاصه شي. که څه هم د ډرون بريدونو نفسياتي او سياسي اړخونه منفي دي خو که تاسو دا وخت مځکني حقیقتونه په پام کې ونيسی نو لږ تر لږه دا بريدونه د وسله والو د مخنیوي لپاره استعمالېږي او دا شان له ټېکټيکي پلوه هم ګټې لري.)


امريکا په دوه زره څلورم کال کې د پاکستان په قبایلي سيمو کې د ډرون بريدونه پيل کړي وو چې مقصد يې د القاعدې او ورسره د تړلو وسلوالو ډلو غړي په نښه کول وو.

فعالان وايي په تيرو شاوخوا لس کلونو کې په درې سوه ډرون بريدونو کې تر دوه زره زيات کسان وژل شوي دي چې پکې د القاعده او وسله والو ډلو ډير مهم مشران هم شامل دي. امريکا ادعا کوي چې د ډرون بريدونو له لارې يې په قبایلي سيمو کې د القاعده شبکه له مينځه وړې ده.
XS
SM
MD
LG