د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ځواکونو یو کمندان حزب اسلامي ته اوښتی


راپورونه وايي چې په کونړ ولایت کې د ځانګړو افغان ځواکونو د یو ټولي قومندان له خپلې وسلې سره د دولت مخالفو وسلوالو ته اوښتی دی.


دغه قومندان چې په منصف خان پیژندل کیږي ، خپلې وسلې هم له ځان سره د حکومت مخالفو وسلوالو ته وړي .

راپورونه وايي چې دا د افغان ځانګړو ځواکونو لومړنی قومندان دی چې له اسلامي حزب سره یوځای کیږي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله ، پرون مشال راډيو ته وویل ، دې قومندان د اختر له رخصتیو په ګټې وسلي د شیګل ولسوالۍ ته وړې دی.

د کونړ والي وايي د شیګل له قومي مشرانو یې غوښتي چې منصف خان او ورسره وړې وسلې دې دولت ته وسپاري، ګنې په سیمه کې به پوځي عملیات وکړي .

د زبیر صدیقي په نوم یوتن چې ځان د اسلامي حزب ویاند بولي له نامعلومه ځایه مشال راډيو ته ویلي چې منصف خان د پنځلس میله وسلې او نورو تجهیزاتو سره دوی ته ور اوښتی دی .

د پکتیکا چارواکي وايي چې پرون یې سرحدي ځواکونو په یو کمین د حکومت پنځو مخالفو وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


پرون د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان مشال راډيو ته وویل چې سرحدي ځواکونو په دې عملیاتو کې یې څلور تنه نور وسلوال ژوندي نیولي دي .

د پکتیکا د والي ویاند زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې حکومتي غړو او یا ولسي خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG