د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف امریکا ته سفر او د افغانستان سولې خبرې


کابل - د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، هیله لري چې امریکا ته د پاکستان د وزیر اعظم نواز شریف څلور ورځنی سفر به د افغانستان د سولې د عمل لپاره ګټور وګرځېږي.


د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو د کمیټې ریيس حبیب الله فوزي مشال راډیو ته وویل ، دوی له امریکا غوښتنه کوي چې د سولې عالي شورا او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو په عمل کې پاکستان همکارۍ ته راضې کړي.

فوزي وویل، امریکا د پاکستان د اوږدې مودې متحد او مرستندویه هیواد دی او کولای شي پر پاکستان فشار راوړي .

د سولې عالي شورا دې چارواکي د پاکستان له وزیر اعظم نوازشریف نه هم وغوښتل چې د افغانستان د سولې په برخه کې خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

افغانستان اکثر پر پاکستان تور پورې کوي چې د سولې د خبرو له پاره زمینه نه برابروي او دا چې د روغې جوړې په خبرو کې خنډونه هم اچوي.

په دې سلسلې کې یو کار شا و خوا درې کاله مخکې د ملا برادر نیول ول.

خو اسلام اباد دا تورونه ردوي او وايي، پوره هڅه کوي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې خپله مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG