د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې د کلي خلکو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده


غزني - افغان چارواکي وايي، نښته تېر ماښام د غزني د اندړو ولسوالۍ په خانې بابا کلي کې د وسله والو او کليوالو تر منځ شوې ده، چې پکې درې تنه وسله وال وژل شوي او دوه تنه عام وګړي ژوبل دي.


چارواکي وايي، طالب وسله والو د غزني ولايتي شورا ته يو کانديد کس له کور څخه تښتاوه، خو کليوالو يې ننګه کړې او له وسله وال سره يې نښته شوې ده.

ولايتي شورا ته کانديد دغه کس عبدالولي نومېږي.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، کليوالو له وسله والو څخه دوه موټر سايکلونه، يو ټوپک او يو وسله وال هم ژوندی نيولی دی.

((طالبان راغلل او غوښتل يې چې يو نفر يوسي، خو په دې وخت کې کليوال راغلي او له طالبانو سره يې جنګ کړی دی. د جنګ په پايله کې درې تنه طالبان وژل شوي، يو ټوپک، يو وسله وال او دوه موټر سايکلونه ورڅخه نيول شوي دي. په دغه جنګ کې دوه تنه کليوال هم ژوبل دي.))

په نښته کې دواړه ټپي شوي کليوال روغتون ته رسول شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

شپږ ورځې وړاندې په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عمليات شوي وو، چې چارواکيو پکې د څلورو تنو سرګروپانو د وژلو ادعا کوله، خو طالبانو يې ادعا بې اساسه بلله.
XS
SM
MD
LG