د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې د برتانیې له ملکې سره ولیدل


د نجونو د تعليم فعالې ملالې يوسفزۍ پرون د لندن په بکېنګم ماڼۍ کې د برتانیا له ملکې سره وکتل.

دا د ملالې لپاره چې د بشري حقونو لپاره يې د اروپايي پارلمان له خوا د سخاروف جايزه ګټلې، نوى وياړ دى. هغه د نوبل جايزې لپاره هم کانديده وه.

شپاړلس کلنې ملالې، ملکې ته وويل چې غواړي د نړۍ په هره برخه کې د ماشومانو له تعليم سره خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي:

((دا زما لپاره يو وياړ دى چې دلته په بکنګهم ماڼۍ کې يم او له ملکې سره مې وکتل. ما هم غوښتل چې د جينکو مسئله راپورته کړم داسې نو همداراز په هر هېواد کې حکومت کولاى شي د تعليم لپاره عملي اقدام وکړي. موږ بايد په هغو هېوادونو کې چې کمزوري دي يا هم پرمختيايي هېوادونه دي او دغه راز دلته، د زده کړې لپاره مبارزه وکړو.))

ملاله يوسفزۍ د تېر ميلادي کال په اکتوبر کې د وسلوالو کسانو له خوا پر سر په ډزو وويشتل شوه. طالبانو ويلي چې دوى به بيا هم د ملالې د وژلو هڅه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG