د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ماښام وروسته طالبان پېښور کې ګرځي، اسفندیار


د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان تور پورې کړی دی چې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت ناقصه تګلارو له کبله په پېښور کې وسله وال طالبان پر سړکونو ګزمې یا ګشتونه کوي.

د جمعې پر ورځ له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې اسفندیار خان وویل، صوبايي حکومت په صوبې کې د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی دی:

((په ایمان یې وایه. له ماښامه پس به ته پر کواټ روډ لاړ شې؟ په کواټ روډ هر ماښام ټریفېک بند شي او د طالبانو ګشت پر شروع شي. پر ورسک روډ باندې هغوی باقاعده هره شپه ګشت کوي.))

اسفندیار خان وویل، له مودو راهیسې ((چغې وهي)) او دا وايي چې تر هغو چې د پاکستان او افغانستان دواړو حکومتونو نه وي ناست او تر ۲۰۱۴ز کال وروسته لپاره یې یوه سپینه، پاکه سټراټیژي نه وي جوړه کړې تر هغې د ترهګرۍ مسله نه شي حل کېدای.

ده وویل، د ملا برادر په اړه د پاکستان وزیر اعظم په امریکا کې وویل چې خوشې کړی یې دی خو طالبان وايي، لا یې نه دی خوشې کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG