د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د چارشنبې پر ورځ له اوباما سره ګوري


ټاکل شوې د پاکستان وزير اعظم نواز شريف به د اتوار پر ورځ په واشنګټن کې د امريکا له بهرنیو چارو وزير جان کيري سره خبرې اترې وکړي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وايي تمه څرګندېږي چې شريف به د شورو يا چارشنبې پر ورځ له امريکايې ولسمشر باراک اوباما سره هم ليده کاته وکړي.

تمه ده چې دواړه مشران به له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروستو د دې هیواد پر حالاتو، د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې پر همکارۍ او په پاکستان کې د وسله والو پر ضد د لانجمنو ډرون بريدونو په اړه خبرې وکړي.

دا هم تمه ده چې د پاکستان د اقتصاد د ښه کولو پر هلو ځلو به هم خبرې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG