د لاسرسي ځای

د خوست ولایت اوسېدونکو او چارواکو د لوګر د وژل شوي والي ارسلا جمال د وژل کیدو د پيښې د پلټنې غوښتنه وکړه.


دوی په خپلو خبرو کې ارسلا جمال یو نوښتګر، عالم او صبرناک شخصیت یاد کړ او ویل يې، چې هغه له خلکو او قومونو سره ډېرې ښه او نږدې مناسبات پالل.

د لوګر وژل شوی والي ارسلا جمال د ۱۳۸۵، ۸۶ او ۸۷ لمریزو کالونو په اوږدو کې د دوه نیمو کالونو لپاره په خوست کې د والي په توګه دنده ترسره کړې وه، د خوست د ځايي خلکو په وینا د نوموړي د ماموریت پر مهال په خوست کې نږدې ټولو ولسوالیو او سرحدونو ته سړکونه پاخه شول، ولسوالیو ته ودانۍ جوړې شوې، حکومتي ادارو ته ځانته کمپلیکس جوړ شو، د خوست ولایتي روغتون او د یو شمېر پارکونو جوړول د ده هغه لاسته راوړنې وې، چې د نوموړو کارونو له یادونې سره د ارسلا جمال نوم هم تړلی بلل کیږي.

ارسلا جمال چې له تیرو اوو میاشتو راهیسې په لوګر کې د والي په توګه دنده ترسره کوله، د لوی اختر په لومړی ورځ د اختر په لمانځه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو، په دې پيښې سره د خوست ډیری خلک سخت خواشیني شول او د اختر په ورځو کې د ده نوم او کارنامې هم د خلکو په ژبه وې.

د جمعې پر ورځ په خوست کې د ولایت مقام، ولایتي شورا او یو شمېر ټولنیزو بنسټونو له خوا د ده د فاتحې مراسم ترسره شول، په دې مراسمو کې یو شمېر کسانو د ده په شخصیت او هلوځلو خبرې وکړې او له حکومته يې د دې قضیې د کلکې پلټنې غوښتنه وکړه.

د خوست د ولایتي شورا استازي الحاج مراد خان منګل مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د امنیتي ارګانونو له خوا د اختر د لمانځه له پاره د شته تدابیرو سره، سره د ارسلا جمال وژنې دوی په انديښنه کې اچولي دي، ده له مسوولو ادارو د قضیې د پلټنې غوښتنه وکړه:

((د ولایتي شورا او د خوست میشتو ولسونو په استازیتوب زما غوښتنه له ټولو مسوولو ارګانونو نه دا ده، چې د دې قضیې په ارتباط هر اړخیزه څیړنه وکړي، تر څو د قضیې عاملین مالوم شي، دا څرنګه کیدای شي، چې د عید په مبارکو ورځو کې بیا چې دومره امنیتي تدابیر نیولي شوي وي، خو بیا هم سره له ټولو امنیتي تدابیرو په جومات کې یوه داسې پيښه کیږي، چې په هغه کې تنها ارسلا جمال چې زموږ کدر دی هغه په شهادت رسیږي، نو دا مسله زموږ له پاره یو ډول جدي تشویش دی.))

قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼي مشال راډیو سره په خبرو کې ارسلا جمال یو نوښتګر، له تعصب څخه خلاص او غښتلی مدیر یاد کړ او په خوست کې يې د ده د ماموریت یو شمېر لاسته راوړنې داسې یادې کړې:

((خدای بخښلی ارسلا جمال پشتکار وو، ښه مدیریت يې لاره او په خپل کار کې يې ابتکار کاوه، ښې ټولنیزې اړیکې يې ساتلې، متعصب سړی نه وو، چې خدای مکړه په سیاسي تمایلاتو چا سره تعصب وکړي، بلکې له ټولو ولسونو او خلکو سره يې ښه مناسبات ساتل.
خوست کې په رښتیا سره چې د ده د مدیریت په وخت کې ډېر کارونه ترسره شوي دي، مثلاً د سړکونو پخول، قیر کول او جوړول، ځني ودانیز کارونه لکه دا شفاخانې او کلینیکونه د ولسوالیو تعمیرونه او نور يې نمونې دي.))

په خوست کې د تیاتر او سینما یو تن ممثل سلطان محمود خیرخواه د ارسلا جمال د شخصیت یو شمېر ځانګړنې داسې یادې کړې:

((ارسلا جمال یو د هغه افغانانو او والیانو له جملې څخه وو، چې عالم هم وو، مهربان هم وو، حوصله يې لرله، صبرناک سړی وو، د ده د کار په دوره کې ما به ډېرې ډرامې د ده پر خلاف جوړولې، هېڅکله دا ده نه دي ویلي، چې خدای دې ووهه یا دا کار دې ولې کړی دی، نو چا چې دا کار کړی دی له حکومته مې دا غوښتنه ده، له مسوولو کسانو مې دا غوښتنه ده، د مرکزي حکومته مې دا غوښتنه ده، چې دا خبره سخته وپلټي، ارسلا جمال د ټولو جمال وو او د ټولو هېوادوالو بهترین شخصیت وو.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي مشال راډیو سره په خبرو کې په لوړه کچه د دې قضیې د څیړنې غوښتنه کوي او وايي، چې څنګه کیدای شي په ټول مسجد کې یوازې یو، والي ته د وژنې داسې پلان جوړ شي:

((د شهید ارسلا جمال په مقابل کې چې کوم عمل شوی، دا خو د غندولو وړ دی او ټول ملت يې باید په کلکه وغندي، ځکه چې د مسجد په داخل کې د خدای (ج) په کور کې داسې یو عمل له مسلمان او وطندوست انسان سره دا واقعاً د غندلو وړ دی، موږ غواړو چې د دې ډېره جدي څیړنه وشي، څنګه په یو مسجد کې یوازې یو، والي ته په دغه شکل سره پلان جوړیږي، چې تنها والي په کې له منځه ځي، د دې هر اخیزه څېړنه په کار ده، په ډېره لوړه سطحه د دې څېړنه په کار ده، تر څو د دې قضیې عوامل او علتونه مالوم شي، د دې څیړنه باید په غټه کچه وشي.))

د یادونې وړ ده د تیرې سه شنبې په ورځ د اختر د لمانځه په مراسمو کې د لوګر والي ارسلا جمال وژنه د ولسمشر همدارنګه د امریکا د سفارت، ملګرو ملتونو دفتر او په افغانستان کې د یو شمېرنورو دولتي او غیر دولتې ادارو له خوا غندل شوې او له مسوولو ارګانونو څخه د قضیې د پلټنې او د پيښې د عاملینو د نیونې غوښتنه شوې ده.
XS
SM
MD
LG