د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې ځانمرګی برید، څلور تنه ژوبل


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د قابل بای په سیمه کې یوه انتحاري حمله تایيد کړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د قابل بای په سیمه کې یو ځانمرګی برید شوی دی خو نور جزیات یې لا نه دي په ډاګه کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي شیبه مخکې مشال راډیو ته وویل، چې تر اوسه د دې حملې په اړه پوره جزیات نه لري.

د مشال راډیو د خبریال د خبر له مخه چې دا ځانمرګی برید د یوه موټربم په واسطه شوی او وروسته په سیمه کې د ‌ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.

ویل کيږي، چې دا پیښه د مازیګر د پنځو بجو په شاوخوا کې د ګرین ویلیج کېمپ سره نژدې شوې ده.

د کابل د امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر خبریالانو ته وویل، چې څلور تنه ولسي وګړي ټپیان دي او د بهرنیانو د مرګ ژوبلې په اړه به وروسته له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

د ښاغلي ظاهر په خبره دا حمله د نوموړي کمپ مخې ته د بهرنیو ځواکونو یوه ولاړ موټر ته نږدې شوې ده.

د دې برید مسولیت وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستی دی.


XS
SM
MD
LG