د لاسرسي ځای

د انساني غلامۍ دود تر ماريتانيا او هېټي وروسته په پاکستان کې تر ټولو زيات دی. تر هند او چين وروسته د مریانو شمېر هم په پاکستان کې زیات دی.

د بشري حقونو يو سازمان راپور خپور کړی چې له مخې يې په نړۍ کې خواوشا درې کروړه کسان غلامان جوړ کړل شوي دي. د راپور په وينا د نړۍ په ۱۶۲ هيوادونو کې غلامان ساتل شوي دي چې پاکستان هغه دريم هيواد دی چې د غلامۍ شمېر او دود پکې زيات دی.


د ((واک فري فاونډېشن)) په نامه د بشري حقونو د آسټراليا مېشتې سازمان لخوا تر سره شوې ((د نړيوالې غلامۍ د شمېرې د ۲۰۱۳ م کال)) سروې ښيي چې په نړۍ کې اوس هم شاوخوا دېرش ملينه کسان د غلامۍ ژوند تېروي. که څه هم د نړۍ څه باندې نيمايي غلامان په هند کې دي خو راپور وايي چې د نړۍ په ۱۶۲ هيوادونو کې غلامان ساتل شوي دي. راپور زياتوي چې دا کسان د جنسي غلامانو په توګه د کار کولو لپاره قاچاق شوي، په زوره واده شوي، د پور پرې کولو لپاره ګرو کړل شوي، په زوره د مزدورۍ کار ورڅخه اخستل شوی او ځيني وخت بيا په غلامۍ کې پيدا شوي دي.

د راپور لیکوال پروفیسر کېون بیلز مشال راډیو ته وویل چې د راپور خپرولو مقصد له غلامانو سره مرسته کول ده.

((په نړۍ کې څه باندې نهه ویشت اعشاریه شپږ ملیونه وګړي د غلامانو ژوند لري. دا ډېر مهم راپور دی ځکه باید وپوهیږو چې څومره خلک، چیرته د غلامۍ ژوند کوي څو مرسته ورسره وکړو. موږ غلامي ته د ناروغي په سترګه ګورو. د دې د درملنې لپاره باید اول د ناروغۍ عوامل پیدا کړو.))

راپور ليکي چې په نړۍ کې د انساني غلامۍ دود تر ماريتانيا او هېټي وروسته په پاکستان کې تر ټولو زيات دی. بلخوا بيا تر هند او چين وروسته د غلامانو تر ټولو زيات شمېره هم په دې هېواد کې دی. د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن مشره زهره يوسف د دې راپور په اثبات کې وايي چې په پاکستان کې د غلامانو په برخه کې د هغو کسانو شمېر زيات دی چې د پور پرې کولو لپاره ګرو شوي او يا هم په زوره د مزدورۍ کار ورڅخه اخستل کيږي او تر هغه وروسته بيا هغه ماشومانو دې چې ناوړه ګټه ورڅخه اخیستل کېږي.

((تر ټولو زيات د مزدورۍ لپاره ګرو شوي کسان او د ماشومانو څخه ناوړه ګټه پوره کول عام دي. موږ ته له سنده د غلام ګرځول شوو مزدورانو ډېر کېسونه راځي. په پنجاب کې بيا د خښتو په بټيو کې دا کار ډېر عام دی او دا داسي لړۍ ده چې له يوه نسله بل نسل ته انتقالېږي. که چيري چا پور واخستی نو بيا هغه پوروړی او د هغه ماشومان او بيا د هغوی ماشومان له ځان سره ساتل کيږي. بلخوا بيا هغه ماشومان هم يو ډول غلامان ګرځول کېږي چې له کوره وتښتي او د بل چا لاسونو ته ورشي. بيا هغه کسان په ماشومانو باندې کله خېرات په ټولوي او کله نور کارونه په کوي او کله بيا د اوږدو لارو په ټرکونو او بسونو کې د غلامونه په ډول ژوند کوي.))

زهره يوسف زياتوي چې دوی په زرګونه مزدور کاره کسان د خلکو له منګلو راخوشي کړي دي او د همدوی پر غوښتنه په ۱۹۹۲م کال کې د پاکستان حکومت د ګرو شوو مزدورانو په هکله يو قانون منظور کړی. دا چې د پاکستان حکومت په عملي توګه د خلکو له غلامۍ څخه را ايستلو په لړ کې څه ډول ګامونه پورته کړي دي؟ زهره يوسف زياتوي چې عدالتونو خو په دې اړه مثبت پرېکړې کړي دي خو نورو ادارو همکاري نه ده کړې.

((اوس دا خبره مخې ته راځي چې انتظاميه او پوليس تر اوسه خبر نه دي چې د ګرو شوو مزدودارنو په اړه قانون شته چې څه باندې شل کاله مخکې جوړ شوی دی. نو حکومت خو قانون جوړ کړی خو تر اوسه يې په صحيح توګه نه عملي کوي.))

راپور زياتوي چې په چين کې ۲۹ لکه کسان، په پاکستان کې ۲۱ لکه او په روس کې پنځه لکه شپاړلس زره کسان د غلامۍ ژوند تېروي.

دا راپور په داسي حال کې خپور شوی چې تر دې وړاندې هم د بشري حقونو يو شمېر نړيوالو سازمانونو په پاکستان کې د بشرې حقونو د حالت په اړه اندېښنې څرګنده کړي دي.
XS
SM
MD
LG