د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله د ملکې الیزابېت مېلمنه ده


بریتانییا: ملاله یوسفزۍ بکنګم ماڼۍ ته ورسېدله. ۱۸اکتوبر ۲۰۱۳م کال
بریتانییا: ملاله یوسفزۍ بکنګم ماڼۍ ته ورسېدله. ۱۸اکتوبر ۲۰۱۳م کال

پاکستانيو طالبانو چې پروسږ کال یې په سوات کې د ملالې يوسفزۍ د وژلو هڅه کړې وه، يو وار بيا يې ويلي، که یې موقع وموندله نو هغه به ژوندۍ نه پرېږدي.

د ماشومانو د تعلیم جهاني مبارزه ملاله يوسفزۍ د بریتانيیا له ملکې اليزابېت سره نن د جمعې پر ورځ د لندن په بکنګم ماڼۍ کې مېلمنه ده.


د ملالې يوسفزۍ لپاره چې تر دې وړاندې يې د سخاروف په ګډون ګڼې نړيوالې جايزې ګټلي، او د سږ کال نوبل جايزې ته هم نومانده وه ، دا يو بل وياړ دی چې د بریتانیا له ملکې سره ملاقات کوي.

نوموړې د روانې اکتوبر میاشتې پر دولسمه نېټه په سپینه ماڼۍ کې د امريکا له ولسمشر براک اوباما سره هم ملاقات کړی وو. اوباما د نجونو تعلیمي حقونو لپاره د د ملالې مبارزه وستايله.

پاکستانيو طالبانو چې پر دوه زره دولسم کال یې په سوات کې د ملالې يوسفزۍ د وژلو هڅه کړې وه ، يو وار بيا يې ويلي، که یې موقع وموندله نو هغه به ژوندۍ نه پرېږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG